<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-06 19:23:24    
چين د بېجينګ اولمپيک لوبو د يوې ښې زمينې برابرولو په خاطر د پوهنې تمليکی حقونو ساتنه پياوړی کوی

cri

د چين د دولتی شورا مطبوعاتی دفتر څو ورځې مخکې په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې په اړه معلومات وړاندی کړل. د بېجينګ اولمپيک لوبو د پوهنی تمليکی حقونو ساتنه د خبري ناستې يو مهم ټکی و. د چين د پوهنې تمليکی حقونو ادارې وياند په خبري ناسته کې وويل د چين حکومت ټينګهوډ او توان لري چې د اولمپيک لوبو په بهير کې د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې يوه ښه زمينه برابره کړي.

د چين د پوهنې تمليکی حقونو د ادارې وياند ين شين تيان په خبري ناسته کې کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته د پوهنی تمليکی حقونو د ساتنې په اړه د چين تازه کارونه وروپېژندل. هغه وويل چين په دغه برخه کې يو مسئولانه هېواد دی او د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. ده وويل (اواز١)

زموږ ادارې ته تېر کال د امتيازي حق په اړه شپږ سوه او نوی زره غوښتن ليکونه وړاندې شول چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله په سلو کې يوويشت زيات شوی دی. د چين د چاپ حق ادارې له اړوندو ارګانونو سره د نرم زېرميز او انټرنيټ شبکو په برخو کې د چاپ او خپرونو پر حقونو د تېرۍ پر ضد ځانګړی مبارزه تر سره کړې ده. د عدليې په برخه کې د چين د بېلا بېلو کچو محکمو په بشپړه توګه د پوهنې تمليکی حقونو په اړه د ټولو قضيو محاکمې چارې پياوړی کړی دي. د روان کال د اپريل په نهمه نېټه د چين د دولتي شورا

په يوه غونډه کې د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې پر ستراتيژيک پروګرام بحث وشو او بيا تصويب شو. له دې څخه څرګندېږی چې د چين د پوهنې تمليکی حقونو ساتنه به يوې نوې پړاو ته ورسيږی.

ښاغلي ين شين تيان وويل د چين حکومت تل د پوهنې تمليکی حقونو ساتنې چارو ته په درنه سترګه ګوري. په تېره بيا د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له ګډون وروسته چين ګام په ګام له نړيوالو مقرراتو سره سم د پوهنې تمليکی حقونو ساتنې په اړه يو قانونی سيستم جوړ کړی دی. په همدی وخت کې چين ټولنيزې څارنې ته د اسانتياوو برابرولو لپاره په پنځوسو لويو او منځنيو ښارونو کې د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې په اړه د شکايت اورېدلو خدمتی مرکزونه جوړ کړي دي.

ښاغلي ين شين تيان د بېجينګ اولمپيک لوبو د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې په اړه وويل په بريالۍ توګه د بېجينګ اولمپيک لوبو تر سره کولو لپاره د چين حکومت د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې نظام جوړونې ته لومړی اهميت ور کوی. دی وايی (اواز٢)

په چين کې د انحصاري حق قانون، د اثارو حق قانون او د سوداګريزو نښو قانون په شمول يو شمېر قوانين د اولمپيک لوبو د پوهنې تمليکی حقونو له ساتنې څخه پياوړی ملاتړ کوی. چين په ٢٠٠٢ کال کې د اولمپيک نښو د ساتنې لپاره ځانګړی مقررات وټاکل. دغه قوانين او مقررات د اولمپيک لوبو د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې لپاره يو بشپړ قانونی سيستم جوړوي. په همدی وخت کې بېجينګ د اولمپيک لوبو د کوربه ښار په توګه د اولمپيک لوبو د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې او د بختورو نښو د ملکيت حق ساتنې په اړه خپل مقررات خپاره کړي دي.

ښاغلي ين شين تيان وويل سږ کال د اولمپيک لوبو د پوهنې تمليکی حقونو د ساتنې پياوړتيا د چين حکومت د پوهنې ملکيت حقونو د ساتنې کارونو يوه مهمه برخه ده. دی وايی (اواز٣)

د بېجينګ اولمپيک لوبو د پوهنې تمليکی حقونو په ساتنه کې نه يوازی بختوري نښې، بلکی د اولمپيک لوبو نښه، سندره او بيرغ هم شامل دی. پر دې سربيره د چين د اوسني قانون له مخې، هغه تاسيسات او تجهيزات هم چې د اولمپيک لوبو په بهير کې استعمالېږی، د پوهنې تمليکی حقونو تر ساتنې لاندی دي.

ښاغلي ين شين تيان له چينی اتباعو څخه غوښتنه وکړه چې پخپله د اولمپيک لوبو د پوهنې تمليکی پر حقونو له تېري څخه ډډه کړي او پر دغو حقونو د نورو کسانو د تېرۍ مخنيوی هم وکړي.