<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-06 17:40:20    
د ان هوي ولايت دينګ يوان ولسوالۍ په کليوالو سيمو کې د روغتيا دری کچې خدمتی شبکه جوړه او بشپړه شوه

cri

د چين د روغتونونو ټولنې د ولسواليو په کچه د روغتونونو ادارې فرعی ټولنې مشر هان جی ګانګ په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې اعلان وکړ چې دوی به د هېواد د شبکې په نورو غړيو روغتونونو کې د ان هوي ولايت د دينګ يوان ولسوالۍ په کليوالو سيمو کې د روغتيا د دريو کچو خدمتی شبکې د بشپړولو بڼه او تجربه خپره کړي.

د چين د روغتونونو ټولنې مشر چاو ژونګ ګوي وويل د دغې بڼې د پلی کولو لپاره په دغه ولسوالۍ کې طبی سويه په هر اړخيزه توګه لوړه شوې او د درملنې په برخه کې بزګرانو ته اسانتياوې برابرې شوې او د دغې ولسوالۍ په کليوالو سيمو کې د روغتيا دری کچې د خدمتی شبکې په ټينګېدو کې مثبت ګام اخيستل شوی دی.

د دغې ولسوالۍ د روغتيا ادارې مشر جانګ هونګ وويل د دغې شبکې جوړونه په نوی زمانه کې د چين په کليوالو سيمو کې د روغتيايی چارو د پرمختګ لپاره لازمه غوښتنه ده.هغه وويل له ٢٠٠٤ کال مخکې بازاری اقتصاد پر طبی موسسې او سرچينو منفی اغيزه کړې چې له مخې يې د ځينو کوچنيو روغتونونو دروازې تړل شوې دي.د دغې شبکې له بشپړېدو وروسته په ٢٠٠٥کال کې په دغه ولسوالۍ کې د ولسی روغتون د ناروغانو کټونو د کارونې انډول په سلو کې ٥٩ ته رسيدلې او په ٢٠٠٧ کال کې دغه اندازه په سلو کې ١٠٢ ته رسيدلی او دغه راز کلنی عايدات له ٢٩ مليون يوانو څخه ٦٦ مليون يوانو ته زيات شوي دي.د دينګ يوانګ ولسوالۍ د

ولسی روغتون مشر چين بو وويل د دغې شبکې د جوړولو له امله روغتونونو

پرمختګ کړی دی.

د دغې شبکې له مخې د ولسواليو روغتونونه د طبی چارو د لارښوونکی مرکز په توګه ټاکل شوي او د ولسوالۍ، علاقه دارۍ او کلی په شمول دری کچې طبطي شبکه جوړه او بشپړه شوې او دغه راز په علاقه داريو او کليو کې د روغتونو مشرانو، فنی پروسنلونو او ډاکټرانو ته ځانګړی روزنه ور کړل شوی چې له مخې يې په ګرده ولسوالۍ کې طبی سويه لوړه شوې ده.

ښاغلی چين بو وويل د دينګ يوانګ ولسوالۍ روغتون په علاقه داريو او کليو کې له نژدی دېرشو روغتونونو سره د طبی خدمتی شبکې تړونونه لاسليک کړي دي. له ٢٠٠٥ کال راهيسی دغه روغتون د علاقه داريو روغتونو ١٤٨ مشرانو ته روزنه ور کړې او په وړيا توګه يې د علاقه داريو او کليو روغتونونو ته طبی تجهيزات او ماشين ألات برابر کړي چې نه يوازی په کليوالو سيمو کې د طبی پروسنلونو عمومی کيفيت لوړ شوی او طبی خدمتی توان پياوړې شوی ، بلکې د طبی موسسو ترمنځ اړيکې هم ټينګې شوې دي .هغه زياته کړه چې د کليوالو سيمو طبی سويه لوړه شوې او د هغو ناروغانو شمېر زيات شوی چې تر درملرنې لاندی دی.

د معلوماتو له مخې له ٢٠٠٥کال څخه تر ٢٠٠٦ کاله پوری سيمه ايز حکومت د طبی ودانيو د جوړولو او لازمو تجهيزاتو د اخيستلو لپاره ٢٠ مليون يوانه پيسی راغونډې کړې دي.