د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د مې په ٥ نېټه تر غرمی وروسته په ٥ بجو د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو سپېڅلی مشال د های کو ښار د شه جه ډګر ته ورسېد او ورسره په های نان ولايت کې د سپېڅلی مشال د لېږدونی فعاليت پای ته ورسېد.
های کو ښار د های نان ولايت مرکز دی . د اولمپيک سپورتی لوبو سپېڅلی مشال په ٣٣٠ دقيقو کې د ٢٠٨ تنو مشال ليږدونکو له خوا ولېږدول شو چې د لاری اوږدوالی يې ٣٠ کيلومترو ته رسيده.