د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د غره ختونکو ډلې وياند جانګ جه جيان د مۍ په شپږمه نېټه په رونګبو کې د جو مو لانګ ما د غره په عمومی کمپ کې په رسمي توګه د دغه غره څوکې ته د سپېڅلی مشال د ليږدونکو ليست اعلان وکړ.
دغه ډله له شپږ ديرشو تنو غره ختونکيو څخه عبارت ده چې پنځه روزنکي هم پکې شامل دی. دغه وګړي په جلا جلا توګه د تبت، هان، توجيا او تو له قومونو څخه راغلی چې دری تنه يې ښځينه دي.
نوموړي څرګنده کړه چې د دغو شپږ ديرشو غره ختونکيو روغتيا ښه ده او هغه تجربې لري چې د شپږ زره متره په لوړوالی غره ته ختلی شي.