<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-07 16:51:31    
په ټول چين کې د کمونستو ځوانانو شمېر پنځه اويا مليون او څلور سوه او نهه دېرش زره تنو ته رسېږي

cri

د چين د کمونستو ځوانانو ډلې د مرکزي کمېټې تشکيلاتي څانګې څو ورځې مخکې يو لړ نوې شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د ٢٠٠٧ کال تر پايه پورې په ټول هېواد کې د کمونستو ځوانانو شمېر پنځه اويا مليون او څلور سو او نهه دېرش زره تنو ته رسېدلی او د ٢٠٠٦ کال په پرتله يو مليون او نهه سوه او درې څلويښت تنه زيات شوي دي.

په ټول هېواد کې په سلو کې يو پنځوس اعشاريه څلور دېرش کمونست ځوانان زده کوونکي دي چې شمېر يې اته دېرش مليون او اووه سوه او اته ويشت زره تنو ته او په سلو کې شپږويشت اعشاريه څلور نوي کمونست ځوانان د کرنې، مالدارۍ او کب نيولو کار کوي چې شمېر يې شل مليون او درې سوه او پنځه ويشت زره تنو ته رسېږي. د ٢٠٠٦ کال په پرتله د کمونستو ځوانانو ترمنځ د زده کوونکيو شمېر دوه مليون او درې نوي زره تنه زيات شوي چې په سلو کې پنځه اعشاريه اووه زيات شوی دی. د هغو کمونستو ځوانانو شمېر څلور سوه او شپږ نوي زره تنه کم شوي چې د کرنې، مالدارۍ او کب نيولو کار کوي.

د هېواد د ټولو کمونستو ځوانانو ترمنځ د ښځو شمېر څلور دېرش مليون او اته سوه او پنځه ويشت زره تنو ته رسېږي چې په سلو کې يې شپږ څلويښت اعشاريه شپاړس برخه نيسي او د ملي لږکيو شمېر په کې پنځه مليون او نهه سوه او درې اتيا زره تنو ته رسېږي چې په سلو کې اووه اعشاريه درې نوي برخه نيسي. د ٢٠٠٦ کال په پرتله د ښځينه کمونستو ځوانانو شمېر درې مليون او يو سل او پنځه زره تنو ته رسېدلی او د ملي لږکيو کمونستو ځوانانو شمېر دوه سوه او اوولس زره تنو ته رسېدلی دی.

د ٢٠٠٧ کال تر پايه پورې د کمونستو ځوانانو د بنسټيزو سازمانونو شمېر دوه مليون او نهه سوه او شپږ څلويښت ته رسېدلی او د اړوندو کارکوونکيو شمېر يې يو سل او يو نوي زره تنو ته رسېدلی دی چې له دې جملې څخه د ښځو شمېر له دوه اويا زره تنو څخه اوښتی چې د عمومي شمېر په سلو کې اووه دېرش اعشاريه اته برخه يې نيولې ده. برسېره پر دې، د دغو کارکوونکيو ترمنځ يو سل او اووه ويشت تنه د کمونست ګوند غړي دي چې په سلو کې يې شپږ شپېته اعشاريه شپږدېرش برخه نيولې ده.