د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کرنې وزير سون جنګ څای د مې په اوومه نېټه په بېجينګ کې وويل چين به د غلودانو او کرنې پرمختګ په برخه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره تبادله او همکاری پياوړې کړي او د غلودانو له بسپنه تر لاسه کوونکي هېواد څخه په بسپنه ور کوونکی هېواد بدل شي.
ښاغلي سون جنګ څای وويل چين به په فعاله توګه د غلودانو او کرنې په نړيواله همکارۍ کې ګډون وکړي، د غلودانو او کرنې نړيوال ارګان ته بسپنه ورکړي او له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د غلودانو له بيړنۍ ستونزې سره مخامخ دي . پر دې سربيره، چين به د غلودانو او کرنيزو چارو د پرمختګ په برخه کې له پرمختيايی هېوادونو سره د مرستې لپاره د کارپوهانو د ليږلو او د تکنولوژۍ د خپرولو په شمول يو لړ تدبيرونه ونيسي.