<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-07 17:45:28    
د ينې د غوړوالي ناروغۍ مخنيوی

cri

نن ورځ د خلکو د ژوند سويه لوړه شوې او خوراکونه يی هم ښه شوی دي خو په همدې مهال د ينې د غوړوالي ناروغي چې د خلکو له خوراکونو سره نژدی اړيکې لری، ډيرو خلکو ته ستونزې رسوی. د يوې تازه شميرنې له مخې د چين په لويو ښارونو کې ډير ماشومان او ځوانان هم په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

د چين په بېلابېلو روغتونونو کې داسې کسان ډير ليدل کيږی چې په ياده شوې ناروغۍ اخته شوی دي. دغه ناروغي په ينه کې د غوړې مادې د زيرمه کيدو د ډېروالي له امله رامنځته کېږی. دغه ناروغی په چين کې د ينې د ويرس له ناروغی وروسته دوهمه لويه ناروغی ده چې د ينې سرطان ناروغۍ عمده لامل ګڼل کيږی . د يوې تازه شميرنې له مخې، په ٢٠٠١ کال کې په چين کې د ينې د غوړوالي ناروغۍ د رامنځته کيدو انډول په سلو کې نولس اعشاريه دری ته رسيدلی او په ٢٠٠٣ کال کې په سلو کې پنځه ويشت اعشاريه دری ته زيات شوی دی. ددې ترڅنګ دغه انډول هر کال زياتيږی.

په دی حال کې خلک څرنګه کولی شی چې د دغې ناروغۍ مخنيوی وکړي؟ د چين د پوځی روغتون پروفيسرې مېرمن جانګ هونګ فۍ وويل:

په حقيقت کې د غوړينې اينې ناروغۍ لاملونه بېلابېل دي. د بېلګې په توګه لومړی،هغه خلک په اسانه توګه په دغه ناروغی اخته کيږی، چې ډير خوراک خو لږ ورزش کوي. دوهم، په ناوړه توګه درمل خوړل هم د دغې ناورغۍ د رامنځته کيدو يو لامل دی. د دې ترڅنګ د ينې د ويرس ناروغی هم دغه ډول زيان رامنځته کوي.

پروفيسرې جانګ وويل چې د ژوند بد دودونه د ينې د غوړوالي لومړی لامل دی چې د دغو ناروغانو په سلو کې اتيا برخه نيسی. په تېره بيا شراب څښل د ينې لپاره

ډير زيانمن دی.

د ينې د غوړوالي يوه عادی ناروغی ده . که په وختی توګه د دغې ناروغۍ درملنه وشی نو سخته به نه شی. د څيړنې له مخې، ډير ناروغان دغې ناروغۍ ته کافی پاملرنه نه کوي.

په حقيقت کې که په جدی توګه د دغې ناروغۍ مخنيوی نه شی نو پايله به يی ډيره سخته وی. له درملنې پرته امکان لري دغه ناروغی په التهاب او يا حتی سرطان ناروغۍ بدله شی.

پروفيسر جانګ دې ته اشاره وکړه چې د اينې غوړوالی په ناروغۍ اخته شوی کسان په سر کې ځانګړی احساسات نه لری نو په اسانه توګه ناروغي نه شی احساسولی.

که سړی په دغه ناروغۍ اخته شی نو بيا يی درملنه څرنګه کېدی شی؟

لومړی، د ناروغۍ عمده لامل په ګوته شی او يا ځانګړی تدبيرونه ونيول شی. که ناروغان په اوږده موده کې شراب څښی نو په راتلونکی بايد له شراب څښلو څخه لاس واخلي.

دوهم، د ناروغانو خواړه بايد بدل شی.

پروفيسرې جانګ په دې اړه وويل:

چاغ سړی له دغې ناروغۍ سره نژدی اړيکې لری. ناروغان بايد لږ بوره او غوړی وڅښی او د څښاک سرعت يی بايد ورو شی. کسان بايد دې ته پاملرنه وکړي چې ډير خواړه ونه خوری.

د دې ترڅنګ خلک بايد ډير ورزش کوو چې په خپل بدن کې غوړی مصرف کړي. پروفيسرې جانګ زړو کسانو ته وويل :

کله چې موږ وزرش کوو نو بايد د ورزش اندازې، شکل او اوږدوالی ته پاملرنه وکړو. په لنډه خبره چې هره ورځ ورزش وکړو او هر ځل زموږ سپورت نيم ساعت دوام وکړي. په يوه ورځ کې دوه ځله ورزش وکړو او په يوه اوونۍ کې دری يا پنځه ورځې ورزش وکړو.

د ينې غوړوالي ناروغي د انديښنې وړ نه ده خو بايد په وختی او فعاله توګه يی درملنه وشی.