د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو د سپېڅلی مشال د لېږدولو مراسم د می په ٧ نېټه سهار د ګوانګ جو ښار د بای يون په نامه د نړيوالې غونډې په مرکز کې تر سره شول . ددغه فعاليت د لاری اوږدوالی ٤٠ عشاريه ٨٢ کيلومترو ته ورسيده.
د خبر له مخې ، د اولمپيک سپورتی لوبو سپېڅلی مشال د ٢٠٨ تنو مشال ليږدونکو له خوا ولېږدول شو . د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو سپېڅلی مشال د لېږدونی فعاليت به د می په ٨ نېټه د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې دوام ومومي .