<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-08 16:15:01    
له خطاطۍ او نقاشۍ سره مينه وال سپين ږيری

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم. هيله لرم چې تاسو د پروګرام ترپايه راسره ملګرتيا وکړئ. د پروګرام په نننی کړۍ کې به په شين جيانګ کې د هغو سپين سرو په اړه چې له خطاطۍ او نقاشۍ سره مينه لری، يوه په زړه پوری کيسه وړاندی کړم.

ګرانو دوستانو! د چين د شين جيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې يو شمير داسې سپين ږيری شته چې د چين له خطاطۍ او نقاشۍ سره ډېره مينه لری. دوی نه يوازی په خپله خطاطی او نقاشی ليکی بلکې په وړيا توګه خپل اثار نورو کسانو ته ورکوي چې د دوی له دغو اثارو سره مينه لري. دېر خلک ترې خوند ترلاسه کوي.

څوورځې مخکې د چين نړيوالې راډيو خبريال په يو فعاليت کې له څلور تنه سپين ږيرو سره وکتل . دوی ټول په شين جيانګ کې د خطاطۍ او نقاشۍ د زده کړې لپاره د زړو کسانو له ټولنې څخه دي. دوی په دغه فعاليت کې ډېر اثار جوړ کړي دي. پر کاغذونو باندی د انګورو، خټکيو او نورو شيانو کښل شوي انځورونه چې د رښتينو توکيو په شان دي، دوی به يی هر کس ته ورکړي چې ياده شوی خطاطی او نقاشي غواړی. د شين جيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د دغې ټولنې مشر لي شو پينګ وويل:

خطاطی او نقاشی يو زړه سواندۍ يو ډول هنر ګڼل کيږی . دغه سپين ږيری غواړی د شين جيانګ د وطن والو لپاره تر وسې پوری ځينی کارونه وکړي او د هيواد دغه ښه دود ځوانانو ته ورزده کړي . موږ له ځان سره کاغذونه او بورسونه وړو او په وړيا توګه د نورو کسانو لپاره خطاطی کوو. د هر کال د پسرلی له اختر مخکې موږ ليری کليوالو سيمو ته ځو او ځايی خلکو ته د مبارکۍ خطاطی بڼې ورکوو. د دې ترڅنګ موږ په وړيا توګه

نورو کسانو ته د دغه هنر ورکړه هم کوو.

ښاغلی لي شو پينګ له تقاعد کېدو وروسته د خطاطۍ زده کړې ده. د لسو کلونو له تمرينونو وروسته د ده خطاطی ډيره ښه شوې ده. د ده په اند د ټولنې د مشر په توګه به يی عملونه پر غړيو باندی ډېرې اغېزې وکړي نو هغه له خپلو ملګرو سره ډير ټولګټی کارونه کړي دي. نوموړي په يو کال کې له خپلو ١٢ تنه ملګرو سره يو ځای د شين جيانګ په ليری ځای د بای چنګ ولسوالی ته تللی او هلته يی د سکرو کان کارکوونکو ته د خطاطۍ اثار ورکړي وو. په دې اړه هغه وويل:

د سکرو هغه کان ته سړک نه شته او په لار کې ډېرې ډبرې پرتې وي. کله چې موږ د ٢٠٠ کيلومترو له لارې وهلو وروسته دغه ځای ته ورغلو، شپه شوه. هلته کارکوونکو وويل چې تاسو خطاطی او کلتور راوړلی دی. کله چې په راتلونکې دغه سيمه سمسوره شی ، نو تاسو زموږ له ياده نه شی وتلی . د دې ترڅنګ ځينو ملی لږکيو هم غوښتنه کړې چې په خپلو قومی ژبو خطاطی غواړي. کله چې موږ بيرته راغلو نو د پوستې له لارې مو دوی ته په خپله قومی ژبه څه دپاسه شل خطاطی شوي توکی واستول. موږ ټول سپين ږيری شوي نو بايد ژرترژره کارونه وکړو. د مازيګر لمر لنډمهالی دی خو بايد ښکلی وی.

د دغې ټولنې مرستيال مشر جن تيان چينګ له ټولګټو کارونو سره ډېره مينه لری. هغه اوس څه دپاسه اتيا کلن دی . د ده د خطاطۍ يو اثر په څه دپاسه زر امريکايی ډالرو پلورل کيږی. خو دی يوازی د بنسټيز ژوند لپاره پيسې ساتی او نورې ټولې پيسې يې په بسپنه ورکړې دي.

هغه وويل:

هر کس بايد د ټولنې لپاره ځينی بسپنه ورکړي. ما په ١٩٩٣ کال کې په دغه ټولنه کې له ګډون وروسته څه دپاسه سل خطاطی شوي يا نقاشی شوي توکی ورکړی دی. زه په دغه ټولنه کې په وړيا توګه نورو کسانو ته هم د خطاطۍ درس ورکوم. زما د زده کوونکو شمير ٢٠٠٠ تنو ته رسيدلی چې په کې نهه تنه ښوونکی شوي او ځينو نورو يی د نقاشۍ په رسمی ټولنه کې ګډون کړی دی. زه ډېره خوشحاله يم چې زما زده کوونکی په استعداد لرونکو کسانو بدل شوي دی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!