<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-08 16:29:53    
يو يوان بڼ ( ٢ )

cri

يو يوان بڼ ته د کلونو په اوږدو کې زيانونه رسېدلي دي ، خو له تاريخ او هېواد سره د چينايانو د مينې له مخې دغه بڼ بيا- بيا رغول شوی دی . اوس داسې څرګندېږي چې ګنې دغه بڼ په تېرو ٤٢٩ کلونو کې ډېر ښه ساتل شوی ، ځکه هر څه يې په خپل ځای په سمه توګه ځای پر ځای دي . اوس هېڅ داسې ګومان نه کېږي چې د تاريخ په اوږدو کې دې څه زيان ورته رسېدلی وي او يا دې په دغه بڼ دومره ډېر وخت تېر شوی وي . په اوولسمه پېړۍ کې دغه بڼ د ځينو سوداګرو له خوا وپېرل شو چې کابو شل کاله يې په بياودانولو ولګول دغه بڼ د عامو خلکو په وړاندې په ١٩٦١ کال کې پرانېستل شو .

موږ دلته کابو درې ساعته په ګرځېدو او ننداره تېر کړل . سپوږمۍ راسره ګام په ګام مله وه . د هر سمبول او نښې په اړه يې معلومات راکول . موږ ته ټيکټ په ٣٠ يوونه اخېستل شوی و . يوون د چين پولي واحد دی ، چې اوه نيم يوونه يو ډالر کېږي او اووه نيمې افغانۍ له يوه يوون سره برابرې دي . د کال په بېلا بېلو وختونو کې د ټيکټ اخېستلو بيه توپير لري لکه د اپرېل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې د ټيکټ بيه ٤٠ يوونه ده . ځکه دغه مهال په شانګهای کې موسم ښه وي ، ګلانو او شنو بوټيو بڼ ته ځانګړې ښکلا بښلي وي ، همدغه مهال نو ډېری خلک غواړي چې په بڼ کې زيات وخت تېر کړي .

په بڼ کې به چې زه يو څه ته لږ تم شوم ، نو سپوږمۍ به په مينه راته ويل دلته به دې تصوير واخلم . هلته Tracy بېرغ په لاس زموږ تر منځ روانه وه . په هر ځای کې به ودرېده او موږ ته به يې په زغم او مينه معلومات راکول او بيا به ما ته د چين نړيوالې راډيو تکړه رپورټرې سپوږمۍ ژباړل او د نورو هېوادونو مېلمنو ته اړونده کسانو همدغه کار کاوه .

په يو يوان بڼ کې د غولي او ځمکې لپاره هم له ځانګړيو ډبرو کار اخېستل شوی ، چې پر خپل ځای يې په بڼ کې غزېدليو لارو ته ښکلا ورکړې ده او سيلانی دې ته راکاږي چې يوه شېبه ورته تم شي او په ځير ځير ډبرو ته وګوري او رنګا رنګ جوړښتونه ځای ته په کې سيي کړي .

د دغه بڼ په هره برخه او هر شي ډېر څه ليکل کېدی شي . ما و نه شو کړای چې د بڼ د هر څه په اړه تفصيلي يادښتونه وليکم او يا هغه څه رانقل کړم چې د بڼ په بېلا بېلو ځايونو کې ليکل شوي وو . زما او سپوږمۍ ملګري ډېر په بيړه او منډه منډه روان وو . ځکه بڼ لوی و او هر يوه دا هڅه کوله چې د بڼ ډېری برخې وګوري .