<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-08 19:06:00    
د بېجينګ او شاوخوا ولايتونو ځايی حکومتونه د هوا ککړتيا په کنترول او ادارې سره د اولمپيک لوبو په موده کې د هوا کيفيت ضمانت کوي.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د بېجينګ اولمپيک لوبو په موده کې د هوا کيفيت تل د زياتې پاملرنې وړ دی. نو د بېجينګ ښاروالۍ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د هوا کيفيت ضمانت لپاره زيات تدبيرونه نيولي، د بېلګې په توګه بېجينګ ښار د هه بې، شان شي، داخلي مغولستان، تيان جين او شان دونګ په شمول له شاوخوا ولايتونو او ښارونو سره په همکارۍ سره يو شمېر هغه تصدۍ تړلې چې زياته انرژي لګوي او زياته ککړتيا رامنځته کوي. دوی يو داسې پلان جوړ کړی چې د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د ککړو ګازوونو د ايستنې کمولو لپاره يو شمېر لنډ مهالي تدبيرونه ونيسي. د چين اړوندو چارواکيو دې ته اشاره کړې چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې به د هوا کيفيت د دغو ګډو عملياتو له لارې اړوندو معيارونو ته ورسېږي. د بېجينګ او اولمپيک په ننني پروګرام کې به تاسو اورېدونکو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

په ٢٠٠١ کال کې د چين حکومت د اولمپيک لوبو کوربنۍ حق د غوښتنې پر وخت د هوا کيفيت په اړه جدي ژمنه کړې چې له مخې به يې، لومړی د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې د بېجينګ ښاروالي هره ورځ د ګوګړ دوه اکسايد، د کاربن يو اکسايد او د نايتروجن دوو اکسايدو په شمول د ککړو توکيو او ګازونو څارنه

وکړي. دوهم، د بېجينګ چاپېريال به په پوره توګه ښه والی ومومي او پر دې سر بېره به د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې د هوا کيفيت ملي ميعارونو او د روغتيا نړيوال سازمان لارښوونکي انډول ته ورسېږي.

د چين د چاپېريال ساتلو عمومي ادارې مرستيال ښاغلي جانګ لي جون وويل په وروستيو څو کلونو کې يادې شوې دوه ژمنې پوره شوې دي. ده څرګنده کړه

اوس د بېجينګ ښار د هوا او چاپېريال څارنې يو نسبتأ بشپړ سيستم جوړ کړی چې هره ورځ د ککړو توکيو څارنه کوي او پر وخت په هراړخيزه او سمه توګه د عمده خبري رسنيو له لارې د بېجينګ ښار د هوا کيفيت په اړه معلومات خپروي. تر اوسه پورې، د ګوګړ دوه اکسايد، د کاربن يو اکسايد او د نايتروجن دوه اکسايدو په شمول د درې ډول ککړو توکيو خپريدا اندازه له اړوندو معيارونو سره سمون خوړلی دی. دغه راز په بېجينګ کې د شين اسمان ورځو شمېر د ١٩٩٨ کال له سلو ورځو څخه د تېر کال دوه سوه او شپږ څلويښتو ورځو ته زيات شوی دی.

د چين د چاپيريال ساتلو کارپوهانو د خپلې درېيمې ژمنې پوره کولو لپاره د اوږدې مودې لپاره څېړنه کړې ده. د دوی د څېړنې له مخې، د بېجينګ شاوخوا سيمو ککړ توکي د بېجينګ د هوا پر کيفيت اغېزه کولای شي. نو ځکه بايد په دغه سيمه کې د هوا ککړتيا کنترول لپاره ګډ عمليات تر سره شي. دغه راز د چين چاپېريال ساتلو عمومي اداره د بېجينګ، هه بې، تيان جين، شان شي، داخلي مغولستان او شان دونګ شپږ ولايتونو او ښارونو له حکومتونو سره يو ځای د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې د هوا کيفيت ضمانت لپاره تدبيرونه نيسي. ښاغلي جانګ لي جون په دې اړه وويل

په دغو تدبيرونو کې دوه برخې شاملې دي: لومړی، له اولمپيک لوبو مخکې په دغو شپږ ولايتونو او ښارونو کې بايد اړوندې تصدۍ خپلې توليدي چارې تنظيم کړي. دوهمه، د اولمپيک لوبو په ترڅ کې بايد د بېجينګ، تيان جين او هه بې ځيني سيمې د اړوندو تصديو په اړه ځانګړي تدبيرونه ونيسي. د شان شي، داخلي مغولستان او شانګ دونګ ولايتونه هم بايد د بېجينګ ښار د هوا له کيفيت سره سم يو شمېر تدبيرونه ونيسي. دغه راز دغه شپږ ولايتونه او ښارونه په ګډه د بېجينګ هوا کيفيت تضمين کوي.

ياد شوي شپږ ولايتونه او ښارونه دغو تدبيرونو ته په درنه سترګه ګوري. د بېلګې په توګه د داخلي مغولستان خپلواکه سيمه چې د بېجينګ ښار په شمال کې پرته ده، له دغو تدبيرونو سره سم به له راتلونکي جون مخکې د پنځلسو جنريترونو د ګوګړ ايستنې دنده تر سره کړي. د داخلي مغولستان خپلواکې سيمې د چاپېريال ساتلو ادارې مشر ښاغلي سو چينګ وويل چې اوس دغې خپلواکې سيمې برخه ايزه دنده بشپړه کړې ده.

د تېر کال تر پايه پورې د ګډو عملياتو له لارې ځيني تصدۍ تړل شوې يا بندې شوي او يو شمېر زاړه عمومي سرويسونه او ټکسي موټرونه ليری شوي دي. د چين د چاپېريال ساتلو عمومي ادارې مرسيتال ښاغلي جانګ لي جون څرګنده کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې به د هوا کيفيت ښه شي.

ګرانو اورېدونکو، د بېجينګ او اولمپيک نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ.