د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې نهمې نېټې په سهار د چين په هوی جو ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت پيل شو. هو جو ښار د چين د ګوانګ دونګ په ولايت کې د مشال ليږدولو درېيم ښار دی.
د همدې ورځې د سهار په اتو بجو د هو جو د سپورتی لوبغالی په ډګر کې د دريو زرو نندارچيانو په نارو او چک چکو کې د سپيڅلی مشال لومړی ليږدونکې او د لامبو وهلو مشهورې لوبغاړې چن شيو جون د مشال ليږدولو په فعاليت پيل وکړ. په دغه ښار کې د مشال ليږدولو عمومی اوږدوالی دېرش اعشاريه اته اويا کيلو متره دی.
په هوی جو ښار کې د مشال ليږدولو فعاليت له پای ته رسېدو وروسته به سپيڅلی مشال شان تو ښار ته وسپارل شي.