<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-09 18:10:33    
د چين او جاپان د ځوانانو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پرمختګ لپاره ګټور دی

cri

روان کال د چين او جاپان ترمنځ د دوستی تړون د لاسليک ٣٠ کاليزه ده او د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د دوستی د تبادلی کال هم دی . اوس د چين د دولت رئيس هو جين تاو له جاپان څخه په ليدنه بوخت دی ، د ٢٠٠ تنو له خوا جوړ شوی د چيني ځوانانو پلاوی هم په جاپان کې د دوستی تګ را تګ فعاليت تر سره کوی . د ځوانانو ترمنځ تګ راتګ د چين او جاپان ترمنځ د اړيکيو د پرمختګ په بهير کې تر مهم رول لوبوي . چين او جاپان موافقی ته رسيدلی چې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ تبادله پياوړی کړی .

د چين د ځوانانو پلاوی چې د ٢٠٠ تنو له خوا جوړ شوی ، د جاپان د حکومت په بلنه د می له ٤ نېټې څخه تر ١٠ نېټې پوری له جاپان څخه ليدنه کوی . ددوی اجندا دا ده چې د چين او جاپان د ځوانانو ترمنځ د دوستی د تبادلی کال په مراسمو کې ګډون وکړي، له تصديو او ښوونځيو څخه ليدنه وکړي او له جاپاني ځوانانو سره د نظريو تبادله وکړي. جاپان ته له سفر مخکې، له زر تنو څخه جوړ شوی د جاپاني ځوانانو د دوستی د استازيو پلاوی د روان کال په مارچ کې چين ته سفر کړی و . د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جاپاني پلاوی له استازيو سره کتنه وکړه او په اړوندو تبادلوی فعاليتونو کې يې ګډون درلود .

په ځينو تبصرو کې ويل شوی چې اوس د چين او جاپان ځوانانو ترمنځ تګ راتګ د چين او جاپان ترمنځ د اوسنيو اړيکيو په شان معتدل پسرلی ته رسيدلی دی. پخوا په تاريخ کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ تګ را تګ دغه شان معتدل حالات هم موجود و . په ١٩٨٤ کال کې د چين د حکومت په بلنه ٣ زره تنو جاپاني ځوانانو له چين څخه ليدنه کړی وه او د چين او جاپان ځوانانو ترمنځ ستر دوستانه فعاليت يې ترسره کړی . هو جين تاو په ١٩٨٥کال کې د چين د ځوانانو چارې پړ غاړه درلودې ، په همدی کال دده په مشرۍ د جاپان د حکومت په بلنه چيني ځوانانو له دغه هېواد څخه کتنه وکړه. د نوموړو يو لړ فعاليتونو له امله په تېری پيړۍ کې د چين او جاپان ترمنځ د دوستی تګ راتګ ډېر ګټور و.

د چين او جاپان مشرانو د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ تبادلی ته ډېره پاملرنه کوی. د جاپان صدراعظم ياسو فوکودا په تېر کال کې له چين څخه د کتنې په وخت کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ دتبادلې د پياوړتيا هيله څرګنده کړه . د چين د دولت رئيس هو جين تاو جاپان ته له سفر مخکې جاپاني خبريالانو ته پر دی خبره ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ احساساتو د ژورتيا يوه ښه لار دا ده چې په پر له پسی توګه د دواړو هېوادونو په تېره بيا د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ دوستانه تبادله پياوړی شي .