د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له بهرنيو هېوادونو سره د اقتصاد او سوداګرۍ اوولسمه مباحثوي غونډه به د راتلونکي سپتمبر له لومړې نېټې څخه تر پنځمې نېټې پوری د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکې سيمې په مرکز ارومچی ښار کې تر سره شي.
د دغې مباحثوي غونډې عمده محتويات د صادراتو او وارداتو مالونو ننداره او د اقتصاد او سوداګرۍ تکنولوژۍ د همکاری بحث دی. د معلوماتو له مخې، د دغې غونډې بېلا بېلې تياريانې په عادي توګه روانې دي. تر اوسه پوری د نندارې په سلو کې اتيا نندارځيو ټکټونه څوکی پلورل شوي دي. د روسيې، قزاقستان، پاکستان او ترکيې په شمول د يو شمېر هېوادونو سوداګريزو ارګانونو په دغه غونډه کې د ګډون په اړه فعال غبرګون څرګند کړی دی.