د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د صدراعظم مرستيال وانګ چي شان د مې په نهمه نېټه په شانګهای کې وويل چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د اوسنۍ نړيوالې پولي ستونزې په اړه بحث او هغه حل کړي او د نړۍ د پولي چارو سمسورتيا او ثبات پرمخ بوزي.
ښاغلي وانګ چي شان د ٢٠٠٨ کال د لو جيا ځوی په فورم کې دې ته اشاره وکړه چې د نورو هېوادونو په شان، د چين پولي چارې هم د پرمختګ له يو ښه فرصت او هم له ننګونو سره مخامخ دي. چين به د بهرنيو اسعارو اداره ښه کړي او د نړيوالو پانګو د روانېدو کار څارنه به پياوړی کړي. په همدې وخت کې به چين د ناقانونه پولي کړووړو د ځپلو لپاره د پولي امنيت شبکې جوړونه چټکه کړي.