<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-09 19:00:13    
نڅا کوونکی هوانګ دو دو

cri

يو دېرش کلن هوانګ دو دو په چين کې يو مشهور نڅا ګر دی. ځکه د ده له نڅا څخه نارينتوب څرګندېږي، نو هوانګ دو دو په چين کې داسې نڅاګر ګڼل کېږي چې تر ټولو زيات نارينتوب لري. هوانګ دو دو ډېر ځله په نړيوالو سياليو کې جايزې تر لاسه کړې او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د هنري تبادلې د پياوړتيا لپاره يې هم خپلې هڅې کړې دي.

هوانګ دو دو له دوولس کلنۍ څخه تر اته لس کلنۍ پورې د شانګهای نڅا ښوونځی د قومي نڅا په څانګه کې زده کړې وکړې او په ترڅ کې يې د تاو لي په نامه د کپ د ګټلو لپاره د نڅا په دولتي سيالۍ کې د ځوانانو ډلې طلايي جايزه تر لاسه کړه. ورپسی يې نژدی هر کال د هېواد دننه او بهر ډېرې جايزې تر لاسه کړې. هوانګ دو دو د شل کلنۍ په عمر کې د چين د لومړی نڅاګر په توګه د لاوسان د بالي نڅا نړيوالې سيالۍ په بلنې سره د خپل استازي اثر (چين يونګ هون) ننداره وړاندې کړه او له مخې يې هوانګ دو دو په ناڅاپه توګه د نڅا په نړيوال ډګر کې مشهور شو.

د عمر او په سټيج کې د تجربو په زياتېدو سره د نڅا په اړه د هوانګ دو دو پېژندنه ژوره شوه. دی وايې پخوا يې غوښتل چې د بېلا بېلو جايزو تر لاسه کولو له لارې يې نوم د نړيوالو له خوا وپېژندل شي. نو هر چېرې به چې د نڅا سيالیوه، هلته به تللو او ګيون به يې په کې کاوه چې پکې يې ډېرې جايزې اخيستې دي. دی زياتوي: هره ورځ به يې له ځان سره دا پوښتنه کوله چې زه به څه کار وکړم که ټولې جايزې تر لاسه کړم دې؟ په پای کې دی وايې، داسې ځواب وموند چې زه به د نڅا هنر د يو لارښوونکی په توګه کار وکړم ځکه زه غواړم د نڅا له لارې د وګړيو او ژوند په هکله خپل احساسات څرګند کړم.

ورپسی د هوانګ دو دو په هنري ژوند کې ډېر بدلونونه رامنځته شول. هغه تر ممکنه حده پورې په بهر کې چيني هنر خپور کړ او پر همدی مهال يې په پرله پسې توګه د نڅا په ساحه کې د نوښت رامنځته کولو لپاره هڅې وکړې چې هر کال يې يو شمېر غوره اثار جوړ کړل.

هوانګ دو دو د نولس سوه او نهه نويم کال په اګست کې د امريکا په بلنې سره د لومړی ځل لپاره په دغه هېواد کې خپله يوه مشهوره نڅا (ځوی ګو) ننداره وړاندې کړه. د امريکا پخواني ولسشمر جيرا لد فورد له نندارې وروسته له هوانګ دو دو سره وکتل او ده ته يې بلنه ورکړه چې بيا امريکا ته لاړ شي. هوانګ دو دو هم خپله هيله څرګنده کړه چې نور زيات چيني لوبغاړي په امريکا کې نندارې وړاندې کړي.

هوانګ دو دو د روان کال په فبروری کې د چين له نورو مشهورو هنرمندانو سره په هسپانيا کې د اولمپيک لپاره په يوه لويه ننداره کې ګډون وکړ. هوانګ دو دو وويل زه د نورو عامو وګړيو په شان هيله لرم چې د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو لپاره خدمت وکړم.

اوس د هوانګ دو دو سټيج د پراختيا په حال کې دی. هغه د (دو چي فې وو) په نامه يو کتاب بيکلی چې پکې يې خپلې تجربې څرګندې کړې دي. بر سېر پردی به نوموړی د انځورونو يو نندارتون هم تر سره کړي.