<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-10 18:02:47    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – سلامونه درنو اورېدونكيو، بيا هم زما امان الله عمران نېكې هيلې ومنئ، لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ، د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه يې د وړاندې كولو لپاره بيا هم دا دى په سټوډيو كې يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. خپلو ليكونو ته به په انتظار وئ، خپلې خبرې رالنډوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه د اريانو پښتو ادبي تنظيم مشر او د افغان كلتوري بهير مشر سكرتر سيد وارث حنيفي را استولى دى. له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: پروګرامونه مو په شوق او ذوق سره اورو، خوشاله يوو چې ستاسې خپرونه او بېلابېل پروګرامونه ورځ په ورځ ښه كېږي او پښتانه اورېدونكي ترې تل ښه او په زړه پورې معلومات ترلاسه كوي. سيد وارث حنيفي ليكي: بله ښه او په زړه پورې خبره دا ده چې په كوهاټ كې ډېرى پښتانه اوس د چين نړيواله راديو اوري او ورځ په ورځ يې د اورېدونكيو شمېر زياتېږي. نوموړى خپلو خبرو ته دوام وركوي او وايي: دا زما يوه لويه هيله وه چې لوى څښتن پوره كړه او دا دى په كوهاټ كې ډېر پښتانه اوس د چين نړيواله راډيو اوري، زموږ كلب كوښښ كوي، ښاغلى حنيفي زياتوي، چې نور ډېر شمېر اورېدونكي د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې په اورېدو سره له بېلابېلو پروګرامونو ګټه واخلي. اورېدونكى حنيفي په خپل ليك كې خبرو ته دوام وركړى او وايي: موږ غواړو چې د روانې مياشتې په لومړۍ اوونۍ كې يوه غونډه ترسره كړو، زموږ د غونډې موخه دا ده، نوموړى وايي، چې د خپل كلب له غړيو نه په كې د چين د نړيوالې راډيو په اړه پوښتنې وكړو او د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه د خپلو غړيو نظرونه واخلو. بيا وايي: ان شاء الله چې موږ به د افغان كلتوري بهير او اريانا پښتو ادبي تنظيم د غړيو نظرونه ستاسو ترلاسه در ورسوو. اورېدونكى سيد وارث حنيفي بيا پوښتنه كوي او د ځواب وركولو غوښتنه يې كړې چې د ده په وينا نور اورېدونكي هم ګټه ترې واخلي. دى وايي: په چين كې څومره مسلمانان اوسېږي؟ آيا د حكومت په لويو څوكيو كې مسلمان وزيران شته؟ د چين په كوم ولايت كې مسلمانان زيات مېشت دي؟ آيا مسلمانان په نورو ادارو كې كار كوي؟ ښاغلي حنيفي بيا له خپل ليك سره يو طنز هم را استولى دى او وايي چې يو ځل يې په يو سيمينار كې ګډونوالو ته هم اورولى دى. نو د قدرمن سيد وارث حنيفي پوښتنو ځواب همدلته د يو لړ عمومي معلوماتو په ترڅ كې سره راغونډوو: په نني چين كې لس مسلمان قومونه ژوند كوي چې شمېر يې له دېرش مليون څخه زيات اټكل شوى دى. دغه قومونه د هوى، اويغور، قزاق، ډونګ شيانګ، خالخاس، سالار، تاجيك، اوزبك، باو ان او تارتار قومونه دي. دغه قومونه خپلې ژبې او ليكدودونه لري، دغه راز دوى خپل كلتور او ځانګړي قومي دودونه لري. كله چې په ۱۹۱۱ ميلادي كال كې د چين جمهوريت جوړ شو مسلمانان د يو قوم په توګه په چين كې وپېژندل شول، او بيا په ۱۹۴۹ كال كې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې كمونېست ګوند مسلمانان د هوى قوم په نامه بولي او د چين ملي اساسي قانون د عقيدې او مذهب ازادي منلې او ټاكلې ده. په چين كې هغه سيمې چې تر ټولو زيات مسلمانان په كې اوسېږي، د شينجيانګ د اويغور قوم او هم نينګ شيا د هوى قوم خپلواكې سيمې دي، چې شينجيانګ په كې له افغانستان، تاجكستان او پاكستان سره هم ګډه پوله لري. پر دې سربېره په پلازمېنه بېجينګ كې د مسلمانانو شمېر ۲۰۰ زره، د شان شي ولايت په مركز شي ان ښار كې ۶۰ زره، په شانګهاى كې ۱۰۰ زره او د داخلي مغولستان په مركز هوهاوت كې ۳۰ زره اټكل شوى دى. خو د چين په نورو بېلابېلو سيمو كې هم مسلمانان اوسېږي. مسلمانان د دولت په لوړو څوكيو كې څرګند نه دي، خو بيا په ټول چين كې مسلمانان يوه ټولنه شته چې اسلامي او مذهبي چارې سمبالوي، د روژې مياشتې د پيل او پاى او هم د اخترونو لمنځونو او لمانځنې او حج چارو په ګډون بېلابېلې چارې ترسره كوي. نو هيله ده چې د قدرمن سيد وارث حنيفي پوښتنې مو په دغو معلوماتو ځواب كړې وي.

- دغه بل برېښنا ليك را اخلم چې له كابل څخه اورېدونكي اياز پرهر را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: د بېجينګ اولمپيك لوبو مشعل د نړۍ له يو شمېر هوادونو څخه د تېرېدو پر مهال په ځينو ښارونو كې يو شمېر كسانو له خوا له خنډونو سره مخامخ شو. خو زه وايم، اورېدونكى پرهر زياتوي، چې له دغو ستونزو سره سره به د اولمپيك نړيوالې لو بې په بېجينګ په په ښه او بريالۍ توګه ترسره شي او هېڅ ډول خنډ به پر دغو لوبو ناوړه اغېزه ونه كړي. اياز پرهر وړاندې ليكي: كه څه هم د اولمپيك نړيوالې لوبې د نړۍ په نورو هېوادونو كې له بېلا بېلو ځانګړتياوو څخه برخمنې وې، خو زما له نظره به د بېجينګ اولمپيك لوبې بې سارې وي، ځكه چې د راپورونو له مخې، نوموړى وايي، دغو لوبو ته ښه تيارى نيول شوى دى.

- د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ په زېړي غونډۍ كې د ميراج كلب غړي نورزاد علي خان په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو ټولو همكارانو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم. په ليك ليكنه كې، نوموړى وايي، شهزاده احمدزي راسره مرسته وكړه. اورېدونكى نور زاد علي د خپل ليك په پاى كې وايي: ماته مطبوعات او د ليكونو پاكټونه راولېږئ، او بيا ژمنه كوي چې په راتلونكي كې به د چين راډيو يو دايمي قلمي همكار وي.

- له همدغه ځاى خوست ولايت عليشېرو ولسوالۍ په زيړي كلي كې د ميراج كلب يو بل غړي نور باد شاه هم ليك رالېږلى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ډېره ښه شوه چې شهزاده احمد زي يو كلب جوړ كړ، زه د همدغه ميراج كلب غړى يم، ستاسې خپرونه اورم ، ډېر ښكلي پروګرامونه لرئ. دا مې لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم هيله ده په پروګرام كې يې راته خپور كړئ، زه به تاسو ته نور ليكونه هم درلېږم خو ماته، دى بيا غوښتنه كوي چې، مطبوعات او پښتو هېنداره راولېږئ.

- بيا هم د خوست ولايت د عليشرو ولسوالۍ له كڅي كلي څخه د ميراج كلب مشر شهزاده احمدزي ليك را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو ټولو همكارانو او بيا اورېدونكيو ته له خپلو سلامونو سره د خپل كلب د غړيو د نېكو هيلو يادونه هم كړې ده. بيا وايي: موږ د چين نړيوالې راديو ټول پروګرامونه اورو، زه غواړم چې د بېجينګ اولمپيك لوبو په سياليو كې برخه واخلم او هيله لرم چې برياليتوب مې په برخه شي، بيا د نورو اورېدونكيو لپاره هم د برياليتوب هيله كوي. ده بيا د پسرلي په اړه يو شعر هم رالېږلى، چې د پروګرام وخت د خورا ډېر كموالي له امله يې نه شو خپرولى، هيله ده شهزاده خانه په راتلونكي كې هم ښكلي ليكونه راواستوې.

- دغه بل ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي صبغت الله هنر خوا را استولى دى. له سلامونو وروسته يې د خپلو ملګريو هر يو فرهاد بېدار، اسد الله نيازي او نياز محمد نيازي نومونه ليكلي، د دوى له خوا يې هم د سلامونو يادونه كړې او وايي موږ ټول د خراسان كلب غړي يوو. اورېدونكى صبغت الله وايي: زه تل ستاسې خپرونې په مينه اورم، ستاسې ټول پروګرامونه په زړه پورې دي، موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، چين ته سفرونه او د چينې ژبې لوست او داسې نور پروګرامونه مې ډېر خوښېږي. زه غواړم، نوموړى زياتوي، چې په راتلونكي كې ستاسو سره اړيكي ټينګ كړم، خو تاسې هم ما مه هېروئ خپل مطبوعات راولېږئ.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د قمر ګل په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د قمر ګل سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.