د بيجينګ د ځوانانو ورځپاڼې د خبر له مخې: د بيجينګ د باغونو د شنه کولو اداری د نړيوالې پروژې څانګې مشر وانګ شياو پينګ څو ورځې مخکې وويل د بيجينګ اولمپيک لوبو د کوربه توب د ګټلو له اوو کلونو راهيسی په بيجينګ کې د ونو او وښو په وسيلې پر ځمکو د پوښول کيدو انډول ډېر پراخ شوی دی.
د معلوماتو له مخې د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری د بيجينګ په ښاري سيمو کې د ونو او وښو لخوا د پوښول کيدو انډول په سلو کې دري څلويښتو ته رسيدلی چې د اولمپيک لوبو لپاره کړې ژمنه پوره شوې ده.
نوموړي وويل له ٢٠٠١ کال راهيسی چين د بيجينګ او تيان جين ښار د شاړو او باد د سرچينو د اداری او د چين د شمال، شمال لويديځ او شمال ختيځ په سيمو کې د شاړو او باد د مخنيوۍ ځنګلونو جوړولو په شمول پروژې أبادې کړې چې د بيجينګ ښار د هوا کيفيت او د ايکلوژيکی چاپيريال ښه والي لپاره يې مهم رول لوبولی دی.