د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان خبري رسنيو د می په دوولسمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد امنيتی پوځ د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه ماښام په شمال لويديځ کې له وسله والو کسانو سره سختې نښتې وکړې چې په پايله کې يې اووه تنه وسله وال کسان ونيول شول.
د پاکستان د داون ورځپاڼې خبر ورکړ ځينو وسله والو کسانو په يوولسمه نېټه د صوبه سرحد مرکز پيښور ته په نژدی ځای کې د دغه هېواد د امنيتی پوځ پر ګزموی موټرونو بريد وکړ چې ورپسی سختې نښتې وشوې. وسله وال کسان وروسته په يو ښوونځې کې پټ شول او امنيتی پوځ د هغه ښوونځي شاوخوا کلا بند محاصره کړه او بريدونه يې پرې وکړل.