<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-12 19:27:45    
های نان ولايت د ايکولوجيک چاپېريال په ښه والی کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی

cri

های نان ولايت د چين يو دايمی شين پارک ګڼل کېږي. تېر کال د دغه ولايت اووه پنځوس سلنه خاوره په ځنګلونو پوښل شوې وه چې دغه انډول په هېواد کې د منځنۍ کچې دری برابره دی.دغه ولايت د دولت په کچه اته ځنګلي پارکونه او د طبيعت ساتنې نهه شپېته سيمې لري. د های نان ولايت ايکولوجيک چاپيريال د خپل اقتصاد په چټک پرمختګ سره په ښه ډول ساتل شوی دی. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ايکولوجيک چاپېريال د ښه والي په موخه د دغه ولايت د کوششونو په اړه څه معلومات وړاندې کړو.

د معلوماتو له مخې، های نان ولايت په نولس سوه او نهه نويم کال کې د ايکولوجيک چاپېريال ساتنې پر کارونو پيل وکړ او په دوه زره او اووم کال کې يې يو لړ اړوند پلانونه جوړ کړل. د دغه ولايت د اصلاحاتو او ورخلاصون ادارې مرستيال ښاغلی جو يون شان وويل ښه چاپېريال د های نان ولايت د ژوندي او دوام لرونکی پرمختګ يو بنسټ او د دغه ولايت تر ټولو ارزښت لرونکی ټکی دی. دی وايي

های نان ولايت په ښه ډول پوهېږي چې د دغه ولايت ايکولوجيک چاپېريال بايد وساتل شي ځکه دا د دغه ولايت د دوام لرونکی پرمختګ بنسټ دی. های نان ولايت له خپلو صنايعو څخه غوښتنه کوي چې ککړتيا رامنځته نه کړي او د چاپېريال او

سرچينو د نه ويجاړېدا او د ټيټې کچې ابادۍ د نه تکرارولو پر بنسټ پرمختګ وکړي.

د های نان ولايت بېلا بېلې سيمې له خپلو طبيعي ځانګړتياوو سره سم بېلا بېل رولونه لوبوي. د بېلګې په توګه د دغه ولايت د سيلانۍ او کورونو معاملې چارې په عمده توګه په ختيځه سيمه کې پرمختګ کوي، يو لړ لويې تصدۍ او صنعتي پروژې په خيتځ کې دي او منځنۍ سيمه د ايکولوجيک چاپېريال ساتنې مرکزي سيمه ده. ښاغلی جو يون شان په دې اړه وويل حکومت اوس د منځنۍ سيمې د ساتنې لپاره پياوړي تدبيرونه نيسي.دی وايي

د ايکولوجيک چاپېريال ساتنې سيستم بايد جوړ او بشپړ شي. منځنۍ سيمه د های نان ولايت سږی دی، نو ځايي وګړي بايد په ښه ډول د دغې سيمې چاپېريال وساتي. پر همدی مهال بايد د دغې سيمې د اوسېدونکو د ژوند شرايط ښه شي، ډېر بنسټيز تاسيسات جوړ شي او د کرنې او سيلانۍ په پرمختګ کې نوښتونه او ځانګړتياوې رامنځته شي.

د سيلانۍ چارې دهای نان ولايت په پرمختګ کې خپل مهم رول لوبوي. د دغه ولايت د سيلانۍ ادارې مشر ځانګ چي وويل ايکولوجيک چاپېريال د سيلانۍ چارو د ژوند ليکه ده. دی وايي

ايکولوجيک چاپېريال د های نان ولايت د سيلانۍ چارو پرمختګ يو بنسټ او بهر ته د دغو چارو د خپرولو لپاره ډېره مهمه ځانګړتيا ده. که زموږ په سمندر کې ککړتيا رامنځته شي، نو څوک به دلته راشي؟ نو موږ بايد د های نان ولايت په چاپېريال ساتنه کې ډېر

کوششونه وکړو.

چاپېريال ساتنه په های نان ولايت کې له تصديو سره يو ګډ نظر دی. د سان يا ښار د شيانګ تو ين تای هوټل مشر ښاغلی ليو کای چيانګ ډېر ځله د امريکا له هاوايي او د اندونيزيا له بالی ټاپو څخه ليدنه کړې ده. د ده په أند د سان يا ښار طبيعی چاپېريال د نړۍ په لومړۍ کچه راځي او له مخې يې د دغه ښار د سيلانۍ پرمختګ ښه راتلونکی لري.

په های نان ولايت کې يو شمېر هوټلونه په ګډه د سمندر ساتنې په اړه يو وړانديز کړی چې سيلانيان د سمندر پر غاړه خځلی خپلو هوټلونو ته ورسوي او بيا په ګډه اداره شي. بر سېره پردی بايد د هغو توکيو کارونه کمه شي چې په دواملرونکي توګه نه شي کارول کېدی.