<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-13 17:05:40    
د تبت بزګران او مالدران له څو لارو څخه ګټه تر لاسه کوي

cri

د تبت د خپلواکې سيمې د ژي کا ځه سيمې د شي تونګ من ولسوالۍ د شيا کلی وګړی لو بو خبريال ته وويل د ده مشر زوی د تبت په شمال کی سوداګری کوي چې کشر زوید ځمکو له کرکيلي څخه په بېل وخت کې د مزدوری لپاره ولسوالۍ ته ځې ، نو له دی امله تېر کال زمونږ عايدات دوه زره يوانو ته رسيدلی دی.

وړم کال ٦١ کلن لوبو يو تراکتور واخيست او غواړي چې روان کال يو تليويزيون واخلي.ځکه چی وړم کال د ده کلي ته بريښنا رسيدلې او اوس د دريو چينلونو تليويزيونې پروګرامونه کتلای شی چې د تبتی ژبې يو چينل هم پکې شامل دی.

په وروستيو کلونو کې د تبت خپلواکې سيمې حکومت د بزګرانو او مالدرانو ځانګړی اقتصاد ته پرمختګ ور کړی او نورو سيمو ته يی اضافی کليوال کارګران ليږلی چې له امله يې د بزګرانو او مالدارانو د عايداتو په جوړښت کې ستر بدلونونه رامنځته شوي او د دوی لګښتی جوړښت هم بدل شوی دی.

د تبت بزګرانو د هر تن په سر عايدات په پر له پسی پنځو کلونو کې په سلو کې لسو ته زيات شوی چې کلنی پرمختيايی انډول يې په سلو کې ١٢ اعشاريه ٩ ته رسيدلی دی. په ٢٠٠٦ کال کې يې ګټې ٢٤٣٥ يوانو ته او په ٢٠٠٧ کال کې دغه اندازه ٢٧٨٨ يوانو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې ١٤ اعشاريه ٥ زياته شوی ده. په همدی وخت کې تېر کال د تبتيانو د هر تن په سر د عايداتو د زياتوالی انډول د نورو سيمو په پرتله په سلو کې ٧ زيات شوی دی.

نورو سيمو ته د اضافی کارګرانو د ليږلو په اړه د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله د بزګرانو او مالدرانو له خوا تر لاسه شوی ګټه هم زياته شوې ده . د تبت خپلواکې سيمې په همدی وخت کې له ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠٠٦ کاله پوری د ١٠٢ ځانګړيو مالداری او کرهڼيزو پروژو د پرمختګ لپاره ٨٠٤ مليون يوانه لګولي چې د ٢٠٠٧ کال تر اپريل پوری څلور سوه او ديرش زره بزګرانو او مالدرانو د غوره سبو او غنمونو او چرګانونو روزلو په شمول يو شمېر ځانګړيو پروژو کې ګډون کړی چې ترې د هر تن پر سر عايدات يې شپږ سوه يوانه زيات شوی دی.

سربېره پردی د چينګهای او تبت ترمنځ د اورګاډي لارې په کارولو سره زياتو بزګرانو او مالدرانو د سيلانۍ چارو ته پاملرنه کړې ده. د تبت خپلواکې سيمې د سيلانۍ ادارې د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠٠٧ کال کې تبت ته د تلونکيو سيلانيانو شمېر څلور مليون او شل زره تنو ته رسيدلی او له سيلانۍ څخه تر لاسه شوی عمومی عايدات څلور مليارډ او اته سوه مليون يوانو ته رسيدلی چې د دغې سيمې د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت په سلو کې ١٤ برخه يې نيولې ده.

د معلوماتو له مخې تبت به په ٢٠٠٨ کال کې د کرنې، بزګرانو او کليوالو سيمو په اړه مسئله د حکومت د مالي بوديجې د مهم ټکی په توګه وټاکي او په دی کې به دوه مليارډ او ٧٠ مليونو يوانه ولګوي.