<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-13 16:49:28    
د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله خورا ډېر زيانونه رامنځته شوي او د چين حکومت اوس تر وسې پوری د ژغورنې کارونه ترسره کوي

cri

د روانې مياشتې په ١٢ نيټه له غرمې وروسته په دوو بجو او ٢٨ دقيقو د چين په جنوب لويديځ د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د ريکتر په کچه اووه اعشاريه اته درجې زلزله شوه چې لړزا يی د چين څه دپاسه لسو ولايتونو او ښارونو ته پراخه شوی ده. د چين د ملکی چارو وزارت د شميرنې له مخې، د روانې مياشتې په ١٣ نيټه د سهار تر اووه بجو پوری د زلزلې له امله د سه چوان، ګن سو، شان شي او چونګ چينګ په ګډون اتو ولايتونو او ښارونو کې ٩٢١٩ تنه وګړي مړه شوي او څه دپاسه پنځه سوه زره کورونه ويجاړ شوي دي. اوس د چين حکومت تر وسې پوری د مصيبت ځپلو سيمو او خلکو د ژغورنې کارونه ترسره کوي.

د دغې زلزلې مرکز د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د شمال عرض البلد ٣١ درجې او ختيځ طول البلد ١٠٣ اعشاريه څلور درجې سيمه کې و چې د سه چوان ولايت له مرکز چنګ دو ښار څخه سل کيلومتره واټن لری. دغه ولسوالی يو لک او لس زره تنه نفوس لری. د دغې زلزلې له پېښيدو وروسته د چين د زلزلې ملی ادارې وياند جانګ هونګ وۍ وويل:

د دغې زلزلې درجه لوړه او لړزا يی سخته وه چې د نينګ شيا، ګن سو، چينګ های، شان شي، شن شي، شان دونګ، هه نان، هوبۍ، هونان ، چونګ چينګ ، ګوی جو ، يون نان ، تبت او جيانګ سو په ګډون يو شمير ولايتونو او ښارونو کې هم لړزا احساسه شوی ده.

د زلزلې له پېښيدو وروسته د چين د دولت رئيس هو جين تاو سمدلاسه له اړوندو څانګو څخه غوښتنه کړې چې ژرترژره زيانمن شوي کسان وژغوری او د مصيبت ځپلو

سيمو د خلکو د سر امنيت تامين کړي. د دې ترڅنګ د لومړی وزير ون جياباو په مشری يوه ځانګړی قوماندانی هم جوړه شوې ده. لومړی وزير ون جياباو هم سمدلاسه د خلکو د ژغورنې کارونو د لارښوونې لپاره مصيبت ځپلو سيمو ته تللی دی.

لومړی وزير ون جياباو دغو سيمو ته له رسيدو وروسته سمدلاسه په کارونو پيل کړی او له اړوندو ځواکونو څخه يی غوښتنه کړې چې که پلی وکړي، هم بايد د ټولو ستونزو په ليری کولو سره سختو مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړ شی. هغه وويل:

لومړی دنده د خلکو ژغورنه ده ، په تېره بيا د سختو مصيبت ځپلو سيمو، د زلزلې په مرکزی سيمو او تماس نه لرونکو سيمو کې دې دغه کار ترسره کړاي شی. ځواکونه بايد تر وسې پوری دغو سيمو ته ولاړ شي ښايی چې د يوې ثانيې وخت په ګټلو سره د يو سړی ژوند ژغورل شی.

د روانې مياشتې د ١٢ نيټې په شپه د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټې د سياسی بيورو دايمی کميټې يوه غونډه جوړه کړې او د مصيبت ځپلو خلکو د ژغورنې کارونو ته يی اړوندې لارښوونې کړې دي. په دغه غونډه کې غوښتنه شوې چې اړوند ځواکونه او طبی کارکوونکی بايد ژرترژره د زيانمنو شويو کسانو د ژغورنې لپاره مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړ شی ، بايد تر وسې پوری دغو سيمو ته خوراکونه، د څښاک اوبه ، درملونه او خيمې وليږی چې د ځايی خلکو د لنډمهالو استوګنځيو، څښاک ، پوښاک او خوارکونو ضمانت وکړي او بايد ويجاړ شوی تاسيسات او سامان الات ترميم کړي چې په مصيبت ځپلو سيمو کې د ترانسپورټ، بريښنا، اوبو او مخابراتو برابرونه اعاده کړي.

د زلزلې له پېښيدو وروسته د چين اړوندو څانګو د ژغورنې لپاره اړوند تدبيرونه نيولی دی. اوس څه ناڅه شل زره سرتيری په مصيبت ځپلو سيمو کې خپل کارونه ترسره کوي. لس ګونه زره نور سرتيری اوس مصيبت ځپلو سيمو ته روانيږی.

د چين د ملکی چارو او د ماليې وزارتونو په بيړنی توګه يادو شويو سيمو ته دوه سوه مليون يوانه مرستندويه پيسې ورکړې چې د ځايی خلکو د ژوند د ضمانت لپاره مرسته وکړي. د چين د سره صليب عمومی ټولنې دغو سيمو ته د اوه لکه او اتيا زره يوانو په ارزښت مرستندويه مالونه برابر کړي دي. د روانې مياشتې د ١٣ نيټې په سهاروختی د مرستندويه مالونو لومړی برخه د سه چوان ولايت د سره صليب له ټولنې څخه مصيبت ځپلو سيمو ته ليږدول شوی ده. د دغه ولايت د سره صليب ټولنې مرستيالې مېرمن جانګ بو وويل:

موږ اوس د سره صليب له چينی عمومی ټولنې، نړيوالې ټولنې ، د هانګ کانګ او مکاو له ټولنو او د بېلابېلو ولايتونو له ټولنو څخه د بسپنې بيړنی غوښتنې کړې دي. تراوسه ځواب شوی پيسې او مالونه نژدی دری مليون يوانو ته رسيدلی دی. دغه مالونه به له را رسيدو وروسته سمدلاسه اړوندو سيموته و ليږدول شی.

د چين بېلابېلو ټولنو د مصيبت ځپلو سيمو له خلکو سره د مرستو لپاره تدبيرونه نيولی دی. د چين د ګو مين دانګ ګوند مرکزی کميټې هم د روانې مياشتې په ١٢ نيټه د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټې ته د خواخوږۍ پيغام سپارلی او د چين د هانګ کانګ ځانګړی اداری سيمې حکومت هم څرګنده کړې چې تر وسې پوری به اړوندې مرستې برابرې کړي.