<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-13 17:11:57    
د تای بې سندرغاړې ليو ژو اينګ

cri

سندرغاړې ليو ژو اينګ د ١٩٧٠ کال د جون په لومړی ورځ د چين د تايوان په تای بی ښار کې زېږيدلی. د ونې لوړوالی يی يو سل او شپيته سانتی متره او د بدن وزن يی شپږ څلويښت کيلوګرامه دی.

ليو ژو اينګ له منځنی ښوونځيو څخه له فارغيدو وروسته په امريکا کې په سندرو ويلو او د پيانو زده کړه وکړه او د کلاسيکې موسيقی له لوړ ښوونځی څخه يی د ليسانسيی علمی درجه تر لاسه کړ. کله چې دا بېرته تاي بی ښار ته ستنه شوه د تايوان د ګون شي د موسيقۍ په شرکت کې يې خپله هنری چاری پيل کړه او له غوره سندرغاړی چن شنګ څخه يې د عصری موسيقي په برخه کې زده کړه وکړه. دغه راز ليو ژو اينګ د فلمونو په ساحه کې هم برياليتوب تر لاسه کړی دی. په ١٩٩٥ کال کې يی د نجلۍ شياو يو په نامه فلم کې اصلی رول لوبولی او د اسيا او ارام سمندر سيمې د فلمونو په نندارتون کې د غوره ښځينه لوبغاړې جايزه تر لاسه کړه. تر هغه يی د فلمونو په بېلا بېلو نندارتونونو کې دغه شان جايزې تر لاسه کړې دي. بر سېره پردې،ليو ژو اينګ په ټلويزيوني ډرامونو کې برياليتوبونه تر لاسه کړل. د دې له خوا لوبول شوي ټلويزيوني ډرامونو د نندارچيانو لوړه ستاينه تر لاسه کړې ده. د ٢٠٠٣ کال په اګست کې ليو ژو اينګ د ارزونه کوونکې توګه د وينس د فلمونو نندارې د کميټې بلنه تر لاسه کړه چې له امله يې په نړۍ کې د دې برياليتوبونه منل شوي دي. ليو ژو اينګ په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کال کې په جلا جلا توګه په دنيا کې د غل نه شته په نامه فلم کې د خپلې وتلې نندارې له امله په هانګ کانګ او د چين په ستره برخه کې د فلم سترې جايزې تر لاسه کړې دي.

ليو ژو اينګ نه يوازی يوه غوره لوبغاړې، بلکې يوه مشهوره سندرغاړې هم ده. تر اوسه يی يولس سي دي ګانې خپرې کړی او برياليتوبونه يی تر لاسه کړي دي او د تايوان له ډيرو غوره سندرغاړو څخه ګڼل کېږي. په ٢٠٠٢ کال کې هغې په تای بی ښار کې د سندرو ويلو کنسرټ جوړ کړی او د ٢٠٠٤ کال په پای کې يې د چين د سترې برخې په څو ځايونو کې خپلې ځانګړي نندارې وړاندې کړې دي.

بر سيره پردې، ليو ژو اينګ يوه ښه ليکواله هم ده. دې پخپله دری کتابونه ليکلی دی. په تېرو څو کلونو کې ليو ژو اينګ د فلمونو، ټليويزيوني ډرامونو، سندرو ويلو او ليکنو په ساحو کې ښې پايلې تر لاسه کړي نو په چين کې يې ډير مينه وال ځان ته ورجلب کړی دی.