د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چن ګانګ د مې په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چين په سه چوان ولايت کې له زلزله ځپلو سيمو او وګړيو سره د نړيوالې ټولنې له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي.
ښاغلي چن ګانګ وويل په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته، ګڼ شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره خواخوږی څرګنده کړې او له زلزله ځپلو سيمو او وګړيو سره يې د مرستې او ملاتړ نيت څرګند کړی دی.