د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملکی چارو وزارت د ژغورنې ادارې مشر وانګ ځن ياو د مې په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل د چين د سه چوان ولايت د زلزلې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ١١٩٢١ تنو ته رسېدلی دی.
د روانې مياشتې په دولسمه نېټه له غرمې وروسته په دوو بجو او اته ويشتو دقيقو د چين په جنوب لوېديځ د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د ريختر په کچه اووه اعشاريه اته درجې زلزله وشوه.
د زلزلې له پېښېدو وروسته د چين د دولت رئيس هو جين تاو سمدلاسه له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د زيانمنو شويو اوقربانيانو په ژغورنه پيل وکړی او د مصيبت ځپلو سيمو د خلکو د سر امنيت تامين کړي. د دې ترڅنګ د صدراعظم ون جيا باو په مشرۍ د لارښوونې يوه ځانګړې ډله هم جوړه شوې ده.
اووه لس زره سرتېري او پوليس اوس په مصيبت ځپلو سيمو کې د پر ژغورنې په چارو بوخت دي او د ديارلسمې نېټې تر اووه بجو پوری څه دپاسه يو زره او اته سوه کسان ژغورل شوي دي
تر اوسه پوری د سه چوان په زلزله کې د بهرنيانو مرګ ژوبل په اړه خبر نه دی ورکړی شوی.