<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-13 20:17:47    
چين په فعاله توګه د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د وينو زېرمتون پراخوي

cri

د بېجينګ اولمپيک لوبې به په راتلونکی اګست کې تر سره شي. دا د سپورت او ورزش په برخه کې يو لوی فعاليت دی او په هغه وخت کې به د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي او سيلانيان بېجينګ ته راورسيږی. له اټکل څخه د وتلو پېښو سره د مقابلې لپاره، د وينو زېرمتون جوړونه د اولمپيک لوبو د تياريانو يوه مهمه برخه ده، په تيره بيا د ار اچ ډول وينو زېرمه يو مهم ټکی دی.

دا معلومه ده چې دانسانانو وينی څلور عمده ډولونه لري چې ای، بی ، ای بی او او ډولونه دي. د بېجينګ د سره صليب وينو مرکز مرستيالې شه وې وې وويل دغه څلور ډولونه د انسانانو د وينو عام ډولونه دي، د انسانانو وينو په پيچلی سيستم کې د عا ای ډول وينه هم موجوده ده. دغه ډول وينه په ژېړ رنګه کسانو کې ډېر لږ ليدل کېږی، خو د چين په يو شمېر ملی لږکيو، اروپايانو او امريکايانو کې ډېر ليدل کيږی. اغلې شه وې وې وويل

ار اچ ډول وينه په چينايانو کې لږ ليدل کيږی، په ژېړ رنګه کسانو کې د ار اچ ډول وينې انډول په زرو کې دری دی. د اويغوری قوم په وګړيو کې دغه انډول پنځه سلنه دی او په اروپايانو او امريکايانو کې دغه انډول پنځلس سلنه دی.

د اولمپيک لوبو په بهير کې د لوبغاړيو د ټپي کېدو په شمول له پېښو سره د مقابلې لپاره، بېجينګ بايد د ار اچ ډول وينو کافی زېرمتون ولري، د بېجينګ د سره صليب ټولنې د وينو مرکز د ٢٠٠٦ کال په پای کې دغه کار پيل وکړ. ميرمن شه وې

وې وويل دوی ټولنې ته وړانديز کړی چې هر ار اچ لرونکی روغ کس بايد په فعاله توګه د داوطلبانو په ډله کې ګډون وکړي او چمتو وي چې د خپلې وينې بسپنه ورکړي. په دې توګه به د اولمپيک لوبو په بهير کې د طبی کارونو ضمانت وشي.

ښاغلي وانګ جي سونګ دغه ډول يو داوطلب دی چې د ار اچ ډول وينه لري او ياد شوی وړانديز ته فعال غبرګون ښيي. له ٢٠٠٦ کال راهيسی نوموړي څو ځله د خپلې وينې بسپنه ورکړی ده. ده په بېجينګ کې د ار اچ ډول وينې بسپنه ورکوونکيو په يوه غونډه کې وويل

دا يو واقيت دی چې لږ کسان دغه ډول وينه لري، نو زه غواړم تر وسی پوری ټولنې ته خدمتونه وکړم.

د وانګ جي سونګ په شمول يو زر او دری سوه تنو چې د ار اچ ډول وينه لري، وويل که د اولمپيک لوبو په بهيرکې د دوی مرستې ته اړتيا وي، دوی به هرو مرو حاصر شي.

پر چينايانو سربيره، په چين کې ډېرو بهرنيو اوسيدونکو دوستانو هم د اولمپيک لوبو لپاره د ار اچ ډول وينې بسپنه ورکړه. ښاغلي ناصر حسين چې له سعودی عربستان څخه راغلی، د بېجينګ د سعودی عربستان په ښوونځی کې يو ښوونکی دی. کله چې نوموړی پر دې خبره پوه شوه چې د بېجينګ اولمپيک لوبې د ار اچ ډول وينې ته اړتيا لري، دی پخپله خوښه د خپلې وينې د برابرولو لپاره د بېجينګ سره صليب ټولنې ته ورغی. هغه زموږ خبريال ته وويل د ده ځينې همکاران هم د ار اچ ډول وينې د برابرولو لپاره دغې ټولنې ته ورغلی دي. دا د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د دوی د ګډون او د دغو لوبو د ملاتړ لپاره يوه ډېره ښه لار ده.

له دې لارې له اړکسانو سره خپله مينه او صادقانه احساسات څرګندولی شم په تيره بيا په اولمپيک لوبو کې له ګډون کوونکيو لوبغاړيو سره.

اغلې شه وې وې وويل د ار اچ ډول وينو د زېرمتون پر پراختيا سربيره، د هغو داوطلبانو د يوې ډلې جوړونه يوه بله مهمه برخه ده چې دغه ډول وينه برابرولای شي. په چينګ داو ښار کې يوه داسی ډله جوړه شوی ده. د چينګ داو ښار د وينو مرکزي مرکز مسئول چن تونګ هوا وويل چينګ داو ښار په عادي توګه د اولمپيک د بيړيو سيالي د تر سره کولو لپاره د ار اچ ډول وينې يوه دوه سوه کسيزه داوطلبه ډله جوړه کړې چې په بيړني حالت کې به سمدلاسه مرسته برابره کړي.

ګرانو دوستانو د اولمپيک لوبو لپاره د وينو زېرمتون له پراختيا څخه څرګندېږی چې وګړي د اولمپيک روحيی تر اغېزې لاندې د يوې ګډې موخې لپاره سره يو ځای کېږی. نو موږ باور لرو چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به له سولې سره د ټولو مينه والو په کوششونو په عادی توګه تر سره شي.