د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان په کابينه کې د مسلم ليګ شريف ډلې نهو تنو وزيرانو د مې په ديارلسمه نېټه د دغه هېواد صدراعظم يوسف رضا ګيلانی ته خپله استعفا وړاندی کړه.
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف د مې په دوولسمه نېټه وويل له دې امله چې په ايتلافی حکومت کې د خلکو ګوند د هغو قاضيانو دندو د اعاده کولو په اړه خپله ژمنه نه ده پوره کړی چې په تېر نومبر کې له دندو ګوښه شوی وو. نو په کابينه کې به د مسلم ليګ شريف ډلې وزيران په ډله ايزه توګه استعفا وکړي او له ايتلافی حکومت څخه به ووځي. د خلکو ګوند په دې اړه وويل دوی غواړي له مسلم ليګ شريف ډلې سره خبرو اترو ته دوام ور کړي.