د سين هوا اژاسن د خبر له مخې، د چين د ګمرک عمومي ادارې د مې په ديارلسمه نېټه وويل په تېر اپريل کې د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت په جلا جلا توګه له سل مليارډ امريکايی ډالرو څخه اوښتی و. دا لومړۍ ځل دی چې د چين د وارداتو مياشتنی ارزښت له سل مليارډ امريکايی ډالرو څخه زيات دی.
د يوې شمېرنې له مخې، په تېر اپريل کې د چين د صادراتو او وارداتو ارزښت دوه سوه او شل مليارډ امريکايی ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلورويشت سلنه زيات شوی دی. د وارداتو ارزښت يو سل او دوه مليارډ امريکايی ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږويشت اعشاريه دری زيات شوی دی.