د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا، جاپان، استراليا، بريتانيا، نوی زيلاند، سويس، ماليزيا، المان او تايلند په ګډون د يو شمير هېوادونو خبري رسنيو د مۍ په ديارلسمه نېټه په جلا جلا توګه د مقالو په خپرولو سره د چين د سي چوان سختې زلزلې ته خپله پاملرنه څرګنده کړې او له مصيبت ځپلو سيمو سره يې د چين حکومت د مرستندويه کارونو لوړه ستاينه کړې ده.د مۍ په څوارلسمه نېټه د سينګاپور خبري رسنيو هم د مقالو په خپرولو سرهد مصيبت ځپلو سيمو او خلکو د ژغورنې لپاره د چين تدبيرونه ستايلي.
د امريکا د اسوشيېټ اژانس په يوه ليکنه کې د چين حکومت د بيړنيو عملياتو لوړه ستاينه کړې او ليکی يې دی چې د چين حکومت ژر مصيبت ځپلو سيمو ته مرستندويه ډلې ولېږلې. له دې څخه څرګندېږي چې چين توان لري چې د اولمپيک لوبو په موده کې په ښه توګه بېلا بېلې مسئلې حل کړي.