د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د خلکو ورځپاڼې د مۍ په څوارلسمه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره د چين له بېلابېلو ځايونو څخه غوښتنه وکړه چې تر پوره وسی پورې د زلزلې له مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره کوښښ وکړي.
په دغه مقاله کې ويل شوي د مۍ په دوولسمه نېټه د سي چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه اووه اعشاريه اته درجې زلزله وشوه. دغه زلزله په تېرو لسګونو کلونو کې لږ ليدل کېده او وګړيو ته يې د سر او مال زيانونه اړولي دي.
په مقاله کې ويل شوي د بېلا بېلو کچو حکومتونه او د مرکزي حکومت اړوندی څانګې بايد تر نورو د ډير مهم کار په توګه د مصيبت ځپلو سيمو او خلکو د ژغورنې لپاره هڅې وکړي او تر ممکنه حده پورې د زيانونو کچه لا ټيټ کړي. که د چين ټول وګړي په ګډه د ناورينونو د مخنيوي لپاره کوښښ وکړي، موږ به هرومرو پوره برياليتوب تر لاسه کړو.