د سن هوا اژانس د خبر له مخې د مۍ د ديارلسمې نېټې د شپې په يولسو بجو پنځلسو دقيقو ون جوان ولسوالۍ ته د لومړی مرستندويه ډلې په رسيدو سره د سي چوان د سختی زلزلې په مرکز کې د ابا د تبت او چيانګ قومونو د خپلواکې سيمې ون جوان ولسوالۍ ته د رسيدو لاره پرانيستل شوې ده.
د زلزلې له پېښېدو وروسته د ون چوان ولسوالۍ او نورو ځايونو ترمنځ غځيدلې لارې، بريښنا او مخابراتي اړيکې پری شوی دی.
د ديارلسمې نېټې له غرمی وروسته يوې مرستندويه ډله چې له ديرشو تنو څخه جوړه شوې د ون چوان ولسوالۍ ينګ شيو علاقه دارۍ ته رسيدلې او څه باندی دری سوه تنه ټپيان يې ژغورلی دی.
د مۍ د څوارلسمې نېټې تر اتو بجو پورې، څه باندی اته سوو وسله وال پوليس ون چوان ته رسيدلی او د ژغورنې په عملياتو کې يې ګډون کړی دی. اوس نور مرستندويه ځواکونه دغې ولسوالۍ ته په لار کې دی.
د اټکل له مخې د مۍ د څوارلسمې نېټې په شپې به له لي سيان ولسوالۍ څخه ون چوان ته يوه بله لاره هم پرانستل شي. د اوسپنيزو لارو څانګو د کوښښونو له لارې د څوارلسمې نېټې سهار په لس نيمو بجو د چينګ دو او ون چوان ترمنځ اوسپنيزې لارې بيا په کار لويدلې ده.