<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-14 16:45:24    
روان کال د بيجينګ د موټرونو په نندارتون کې د چين د پوهنې ملکيت لرونکو موټرونو د سيلانيانو ډېره پاملرنه ځان ته راجلب کړې ده

cri

روان کال د بيجينګ د موټرونو نړيوال نندارتون څوورځې مخکې ترسره شو. دغه نندارتون هر دوه کلونه يو ځل ترسره کيږی او سږنی نندارتون لسم ځل دی. د نړۍ د موټرونو لويو شرکتونو، د موټرونو د پرزو توليدی تصديو او د چين دموټرونو بېلابېلو شرکتونو له خپلو نويو تخنيکونو او توليداتو سره په دغه نندارتون کې ګډون وکړ. د تېرو نندارتونونو په پرتله دغه ځل هغه ځانګړتيا چې په کې د چين د پوهنې ملکيت لرونکی موټرونه زيات وو، د خلکو د ډېرې پاملرنې وړ وو.

په دغه نندارتون کې د چين کورنيو تصديو نژدی پنځوس ډوله د پوهنې ملکيت لرونکی نوی موټرونه وړاندی کړل. د بېلګې په توګه د دونګ فنګ د موټرونو شرکت نوی انجن لرونکی وړوکی موټر وړاندی کړ او د چيلی په نامه د موټرونو شرکت پنځه ډوله وړوکی موټرونه هم وړاندی کړل. د دغو موټرونو امنيتی کيفيت ډېرې لوړې سويې ته رسيدلی دی. په دې اړه د چين د موټرونو د صنعتی ټولنې مرستيال ښاغلی دونګ يانګ وويل:

هر شرکت د پوهنې ملکيت لرونکی موټرونه وړاندی کړی دی. هر ډول موټر که لوی وي يا وړوکی ، نوی بڼې هم لری. ويل کيږی چې ښکلی ګلان په هر ګوټ کې پرانيستل کېږی.

په داسی حال کې چې په نړۍ کې د چاپيريال ساتنې او د ککړتيا ايستنې د کمښت غوښتنه لاپسې زياتېږي، د چين د موټرونو جوړونکی تصدۍ دغه ټکی ته هم لازياته پاملرنه کوي چې د موټرونو په جوړولو کې له پاکې انرژۍ څخه ګټه اخلی. د يادونې وړ خبره داده چې د چين د موټرونو جوړولو يو شخصی شرکت چې بياد نوميږی، په دغه نندارتون کې

د چين هغه لومړی موټر وړاندی کړ چې د اوسپنيزو بټريو د انرژی په وسيله کارول کيږی. د دغه شرکت په ننداره کې يو کارکوونکی ښاغلی وانګ دا وی خبريالانو ته وويل:

د دغه موټر ټوله انرژی له اوسپنيزو بټريو څخه جوړيږی نو ويل کيږی چې هيڅ ککړتيا نه رسوی.

د ياد شوی شرکت نه پرته د چيری په نامه د موټرونو جوړونکی يو بل شرکت هم د چاپيريال ساتنې او ککړتيا د ايستنې د کمښت يو لړ موټرونه هم وړاندی کړي دي.

د چين د موټرونو د انجنيرۍ ټولنې دايمی مرستيال فو يو وو وويل چې په وروستيو کلونو کې د چاپيريال ساتنې او انرژی سپما په ساحه کې د چين د موټرونو جوړونکو تصديو تخنيک ګام په ګام بشپړيږی.

هغه وويل :

له نوې انرژۍ څخه په ګټې اخيستلو د موټرونو جوړول د چين د اړوندو تصديو ګډې موضوع ګانې دي اوپه دې ساحه کې د نړۍ په پرتله د چين تخنيکونه برابر دي.

له ډېرو کلونو راهيسی د چين د پوهنې ملکيت لرونکی تصدی يوازی په منځنی او کښته کچه بازار کې په ټيټو بيو سره خپل موټرونه پلوري. د روان کال په دغه نندارتون کې خبريالانو وليدل چې د چين ډېرو تصديو هم لوړه کچه موټرونه وړاندی کړي چې په دې ساحه کې له بهرنيو او هغو تصديو سره چې په ګډه پانګونه جوړې شوې ، سيالی هم وکړي.

د دې ترڅنګ په دغه نندارتون کې ډېرو چينی تصديو داسې زياتې پرزې هم د نندارې لپاره وړاندی کړي چې پخپله يی ډيزاين او جوړې کړې دي.

اړوندو کارپوهانو خبريالانو ته وويل چې په لومړی وخت کې چين يوازی پرزې له بهر نه واخيستلې او بيا يی موټرونه سره يوځای کول اوس چين پخپله موټرونه ډيزاين کوي او

جوړوی حتی د چاپيريال ساتنې او انرژی سپما موټرونه هم ډيزاين کوي . ويل کيږی چې د چين د موټرونو د جوړولو صنعت ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. په راتلونکی به د چين د اقتصاد او ساينس توان په لوړتيا سره د چين د موټرونو جوړولو صنعت نورهم پرمختګ وکړي.