د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين صدراعظم وين جيا باو د می په څوارلسمه نېټه سهار د بی چوان ولسوالۍ ته ورسيد او په زلزله ځپلې سيمه کې يې د ژغورنې کارونه لارښوونه وکړه. دغه ولسوالي د سه چوان ولايت په هغو سيمو کې شمېرل کېږي چې د زلزلې تر ټولو سختې ځپلې دی.
صدراعظم وين جيا باو د بې چوان په يو منځني ښوونځي کې وويل اوس د زلزلې په دغه ناورين کې د ژغورونکيو شمېر سل زرو ته رسيدلی دی. دوی به په هره ولسوالی او کلي کې د مرستې کارونه تر سره کړي او تر وسی پوري ځپل شوی کسان وژغوري. هغه زياته کړه چې زلزله غرونه ښويوي او سيندونه بندوي، خو د خلکو ټينګ هوډ نه بدلوي. هغه وويل که خلک يووالی وساتي او يو له بل سره مرسته وکړي، له دغه ناورين څخه په وتلو کې به ډېرشي.