د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې د چين دولتی شورا په نورو هېوادونو کې د چيني اوسيدونکو چارو دفتر د مۍ په ديارلسمه نېټه په نورو هېوادونو کې د چيني اوسيدونکو له خوا مصيبت ځپلو سيمو ته د بسپنه ورکولو مراسم تر سره کړل. له چين څخه بهر او په کور دننه د چيني سوداګرانو استازيو د دغه دفتر مشر لي های فنګ ته بسپنې ورکړي دي. تر اوسه پورې په نورو هېوادونو کې د چيني اوسيدونکيو تصديو د ټولنې غړيو او په نورو هېوادونو کې د چيني سوداګرانو لخوا د سي چوان مصيبت ځپلو سيمو ته د ورکړه شويو بسپنو ارزښت له اته شپيته مليون او پنځه سوه زره يوانو څخه اوښتی دی.