د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې په ګردې کرې کې چينايانو د سي چوان په ون چوان ولسوالۍ کې د سختو زلزلو له پېښېدو وروسته په جلا جلا توګه مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنې ورکړی دی.
د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د متحدی جبهی د کارونو څانګې په ونيا د مۍ تر ديارلسمې نېټې پورې د هانګ کانګ او مکاو په ګډون په ګردی کری کې چينايانو د سي چوان له مصيبت ځپلو سيمو سره د درويشت مليون يوانو په ارزښت مرستې برابر کړې دي.
د چين د ملکي چارو وزارت د ناورين ځپلو سيمو او خلکو د ژغورنې ادارې خبر ورکړ چې د ديارلسمې نېټې د ماښام تر شپږو بجو پورې په چين کې د بېلا بېلو ساحو د مرستو ارزښت له دوه سوه او شل مليون يوانو څخه اوښتې دی.