د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د پلان جوړولو څانګې مشر جانګ جيان د مۍ په ديارلسمه نېټۀ څرګنده کړه په سي چوان ولايت کې د زلزلې ناورينونه به په دغه ولايت کې د اولمپيک لوبو مشال د ليږدونې پر هغه فعاليت باندی منفی اغيزه ونه کړي چې د جون په څوارلسمه نېټه به پيل شي. هغه څرګنده کړه چې د مشال د ليږدونې فعاليت به د زلزلې له مرکز څخه تېر نشي، نو د مشال د ليږدونې لار به بدله نه شي.
د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې ويلی اوس چين تر پوره وسی پورې له مصيبت ځپلو سيمو سره مرسته کوي. نو د مۍ له څوارلسمې نېټې څخه به په جيانګ شي ولايت کې د مشال ليږدونې پړاوونه ساده شي.