د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د يو شمير هېوادونو مشرانو او حکومتونو او د نړيوالو سازمانونو مشرانو د مۍ په ديارلسمه نېټه په جلا جلا توګه د اعلاميو په خپرولوسره د چين د سين چوان د زلزلې له امله پر پېښو شويو ناورينونو د چين د دولت رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو ته خپله خواشيني ښوولې او د مصيبت ځپلو سيمو او خلکو د ژغورنې په برخه کې د چين حکومت له سختو کوښښونو څخه ملاتړ څرګند کړی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دغو ناورينونو کې د مړه شويو کسانو خپلوانو او ټپيانو سره ژوره خواخوږی څرګنده کړې او پر دې خبره يې ټينګار وکړ چې د دغه سازمان غړي هېوادنه به د چين له خلکو سره يو ځای د ستونزو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.