د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې نړيوالې ټولنې د چين په سي چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته په جلا جلا توګه له مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې په هکله چين ته مرستندويه مرستې او مالونه برابر کړي دي.
د روسيې د بيړنۍ پېښو وزارت د مۍ په ديارلسمه نېټه د يوې باروړونکې الوتکې په وسيلې له مسکو څخه چين ته د ديرشو تڼو په وزن خيمې او بسترې راليږلې دي.
د جاپان د بېلا بېلو ګوندونو، ځايی حکومتونو او دوستانو په جلا جلا توګه د چين مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنه ورکړې ده.