د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د بېلا بېلو قومونو وګړيو او د هانګ کانګ او مکاو وطنوالو په سي چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته په جلا جلا توګه مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنې ورکړي دي.
د بېجينګ په يو شمير پوهنتونونو کې ښوونکو او زده کوونکو په وړيا توګه مصيبت ځپلو سيمو ته وينې برابرې کړې دي.
د چين د ملکي چارو د شميرنې سره سم د مۍ د ديارلسمې نېټې د ماښام تر شپږو بجو پورې په چين کې له مصيبت ځپلو سيمو سره د بېلا بېلو ساحو د مرستو ارزښت دوه سوه او شل مليون يوانو ته رسيدلی دی. اوس يو شمير مرستندويه مالونه مصيبت ځپلو سيمو ته لېږدول شوي دي.