<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-14 17:59:29    
د چين د سي چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې پراخ عمليات روان دی.

cri

د مۍ تر ديارلسمې نېټې پورې د چين د سي چوان ولايت د زلزلې د ناورين له امله د مړه شويو کسانو شمير له دوولس زره څخه اوښتی دی. اوس په دغه سيمه کې د خلکو ژغورنې لوی عمليات روان دی چې د مرستندويه سرتيريو د زلزلې مرکزي سيمې ته رسيدلی دی. اوس به د زلزله ځپلو د ژغورنې په اړه يوه تصبره واورئ.

که څه هم ون چوان ولسوالي چې د دغې زلزلې مرکز دی د سي چوان ولايت له مرکز چينګ دوو ښار څخه يوازی څه باندی سل کيلومتره واټن لري، خو په زلزلې کې د غره د لمنو ښوئيدو له امله ون چوان ته غځيدلې ټولې لارې پری شوي دي. نو د ژغورنې کارونه له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی. زموږ د راډيو خبريال وويل:

له جينګ دو څخه ون چوان ته ټولې لارې خامخا له دو جيانګ يان ښار څخه تېرېږي. د غره د لمنو ښوئيدو له امله مرستندويه توکی نه شي لېږدولی. اوس په دو جيانګ يا، چينګ دو او ون چوان کې هوا ډيره خرابه ده او باران اورېږي، نو مرستندويه شيان د چورلکی له لارې هم نه شي ليږدول کېدای.

اوس د لارو پری کېدل له ون چوان ولسوالۍ سره د مرستو رسولو په بهير کې تر نورو ډيره لويه ستونزه ګڼل کېږي. مرستندويه کسان يوازی په پښو له شا و خوا سيمو څخه ون چوان ته ځانونه رسوي. د مۍ د ديارلسمې نېټې په غرمه لومړنی ډله سرتيري د ون چوان ولسوالۍ ينګ شيو علاقه دارۍ ته رسيدلی او سمدلاسه يې له کنډوالو څخه د ټپيانو په ژغورلو پيل کړی. له دې وروسته څه باندی اته سوه تنه وسله وال پوليس په پر له پسی توګه ون چوان ولسوالۍ ته رسيدلی دی.

د معلوماتو له مخې: د ون چوان په ولسوالۍ کې ودانۍ په سخته توګه ويجاړې شوي او د مړه شويو کسانو شمير پنځه سوو ته رسيدلی دی. دغه راز د ون چوان ولسوالۍ ته نژدی د لونګ شي او ينګ شيو په علاقه داريو کې د مصيبت حالات لا سخت دی. اوس نور زيات سرتيری ون چوان ته په لار کې دی. د چين صدراعظم ون جيا باو له اړوندو خواوو څخه ون چوان ولسوالۍ ته غځيدلو لارو د پرانيستلو غوښتنه وکړه. ده وويل:

د دغې سختې زلزلې مرکز د ون چوان ولسوالۍ ده. اوس لارې پری شوې او سرتيری د لارو د پرانيستلو لپاره کوښښ کوي چې ژر تر ژره له کنډوالو څخه ټپيان وژغوري. که مصيبت ځپلې سيمې څومره سرتيريو ته اړتيا ولرئ، موږ به څومره سرتيری وليږو.

د زلزلې ناورينونو د مخنيوي لارښوونې مرکز د مۍ د ديارلسمې نېټې په شپې يوه ځانګړې غونډه جوړ کړه او صدراعظم ون جيا باو له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژر ټپيان وژغوري او تر خپلې وسی پورې د مړو او ټپيانو شمير ټيټ کړي.

د سن هوا اژانس خبريالې لي يون د چين د پوځونو په يو اړوند دفتر کې وويل اوس لا زيات سرتيري د سي چوان مصيبت ځپلو سيمو ته په لار کې دي. دې وويل: زموږ د شميرنې سره سم، اوس څه باندی شپاړس زره تنه پوځيان مصيبت ځپلو سيمو ته رسيدلی دی او څه باندی څلور ديرش زره تنه په لار کې دي. ښايی چې شل زره تنه سرتيري د مۍ په ديارلسمه نېټه مصيبت ځپلو سيمو ته ورسېږي.

د چين حکومت مصيبت ځپلو سيمو ته د سرتيريو په ليږولو سره بېره ډير زيات

ځانګړی مرستندويه کسان سيمې ليږولی دی. د چين د ملکي چارو وزارت د ناورينونو د مخنيوي او ژغورنې څانګې مشر وانګ جن ياو وويل دا چې د ودانيو جوړښتونه بېلا بېل دي، نو ښايی له زلزلې څخه د ژوندی پاتې شويو کسانو ژغورنه زيان وخت نيسي. ده وويل: عمده دنده د ټپيانو ژغورل دي. اوس د ژغورنې په هکله ډير زياتو مرستندويه کسانو ته اړتيا شته چې له ويجاړ شويو ودانيو څخه د ټپيانو پلټنې وکړي. موږ به تر وروستی هيلې پورې دغه ټپيان وژغورو.

د چين د روغتيا څانګو هم بېلا بېلې طبي ډلې زلزله ځپلو سيمو ته ليږولی دی. دغه راز مرستندويه مالونه هم له بېلا بېلو سيمو څخه مصيبت ځپلو سيمو ته ليږدولی کېږي. د چين د ملکي چارو وزارت مرستيال لو پينګ فې وويلد چين مرکزي حکومت مصيبت ځپلو سيمو ته د اته سوه او شپيته مليون يوانو په ارزښت بيړنۍ مرستندويه پېسي برابر کړې دي چې د ناورينونو د مخنيوي او تپيانو د ژغورنې او ليږدونې په ساحو کې ولګول شي. د ملکي چارو وزارت هم مصيبت ځپلو سيمو ته څه باندی شپيته زره خيمې او پنځوس زره بستری برابر کړي دي.

د مۍ د ديارلسمې نېټې د ماښام تر شپږو بجو پورې د چين د بېلا بېلو ساحو د بسپنې ارزښت له دوه سوه او شل مليون يوانو څخه اوښتی دی. دغه راز ډيرو زيات هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په جلا جلا توګه هيله څرګنده کړه چې د چين له مصيبت ځپلو سيمو سره مرسته وکړي. د چين د ملکي چارو وزارت چارواکي څرګنده کړه چې چين له مصيبت ځپلو سيمو سره د نړيوالې ټولنې د مرستې هرکلی کوي او اړوندی خواوی به پر وخت دغه مرستې مصيبت ځپلو سيمو ته برابر کړي.