د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په بېلا بېلو هېوادونو کې د چين د سفارتونو چارواکيو او د چينايانو ډلو او اوسېدونکو د چين د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته په ليوالتيا زلزله ځپلو سيمو ته بسپنه راغونډه کړه . دوی هيله لري چې د مصيبت ځپلو سيمو وګړيو سره خپله خواخوږی او همدردی څرګنده کړي چې د چينايانو ترمنځ د مينې ژور احساسات څرګندوی. د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د چينايانو اوسېدونکو ډلو د عمومی ټولنې په ګډون سازمانونو ،په يو شمېر هېوادونو کې د چين د سفارتونو چارواکيو او چينايانو د می په ١٣ نېټه په فعاله توګه بسپنه او مرستې راغونډې کړی .