د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د می په ١٤ نېټه د ځينو هېوادونو حکومتونو او مشرانو او د نړيوالو سازمانونو چارواکيو په پر له پسی توګه رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو ته د خواشينۍ پيغامونه واستول او په سه چوان ولايت کې يې د زلزلی له امله د چين له حکومت او وګړيو سره خپله خواخوږی څرګنده کړه.
د هند صدراعظم منموهن سينګ څرګنده کړه د هند وګړي باور لري چې چينايان به له دغه ناورين څخه په تېرېدو توانېږي. هند غواړی چې په هر وخت له چين سره مرسته وکړي. د هند د بهرنيو چارو وزير پر دی خبره ټينګار وکړ چې د چين د مصيبت ځپلو سيمو د بيا أبادی کارونو ملاتړ کوي.