د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ترانسپورتي چارو وزارت مرستيال فنګ جنګ لين د مۍ په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه اوس د چين په سه چوان ولايت کې ټولې ګړندۍ لارې بېرته پرانيستل شوې دی.
ښاغلي فنګ جنګ لين په همدې ورځ د چين د دولتی شورا په يوه خبري ناسته کې وويل د سه چوان په چنګ دو، ده يانګ او ميان يانګ په ګډون سيمو کې پر عمده سړکونه تګ راتګ بيا پيل شوی دي. نوموړي وويل اوس د لارو او سړکونو د ترميمولو کارونه په عمده توګه د ون چوان ولسوالۍ په شاو خوا سيمه کې تر سره کېږي او اړوندی خواوی به له څلورو اړخونو دغه کارونه تر سره کړي چې ژر تر ژره ون چوان ته غځيدلې لارې پرانيستل شي.