د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د کاڼاډا ، امريکا، استراليا، افغانستان ، فليپين، مکسيکو او اندونيزيا په ګډون په بېلا بېلو هېوادونو کې چينايانو او چيني
زده کوونکو بيړني فعاليتونه تر سره کړی چې په ترڅ کې د سه چوان ولايت د مصيبت ځپلو سيمو له وګړيو سره د مرستې لپاره د بسپنه راغونډه کړې ده .
د می د ١٤ نېټې د سهار تر ١٠ بجو پوری په افغانستان کې د چين د سفارت چارواکيو او د چين شرکتونو ، سازمانونو او ځانګړو سوداګرانو د څه نا څا ٢٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت بسپنه راغونډه کړی ده .