د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسي بيورو د دايمی کميسيون غړی، د صدراعظم مرستيال او د ژغورنی فعاليتونو د قوماندانۍ مرستيال لی که چيانګ د می په ١٤ نېټه په بېجينګ کې پر دی خبره ټينګار وکړ چې د مصيبت ځپلو وګړيو د ژغورنی عملياتو او د دوی د بنسټيز ژوند ضمانت بايد وشي چې تر وسی پوری د زلزلی له امله رامنځته شوي زيانونه کم کړي.
لی که چيانګ زياته کړه چې زيامن شوي ترانسپورتي تاسيسات بايد ژر تر ژره ورغول شي ،د ژوند په اړه اړينو توکيو د لېږدولو کارونه پياوړی شی او ژر تر ژره د مصيبت ځپلو سيمو او مرستندويه کسانو ترمنځ مخابراتي ستونزی حل شي چې تر وسې پوری د مصيبت ځپلو وګړيو د ژغورلو چاری اسانه شي.