<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-14 21:06:11    
د چين د دولت رئيس او د کمونست ګوند عمومي منشي هو جين تاو له بېجينګ پوهنتون څخه ليدنه کتنه وکړه

cri

د مې درېيمه نېټه د بېجينګ پوهنتون د جوړېدو له سلمې کالېزې سره برابره وه. د چين د دولت رئيس هو جين تاو او کمونست ګوند عمومي منشي هو جين تاو په همدې ورځ له بېجينګ پوهنتون څخه ليدنه کتنه وکړه او د ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازيتوب يې ټولو ښوونکيو او زده کوونکيو ته توده مبارکي او صميمانه نيکې هيلې څرګندې کړې. د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او په بېجينګ ښار کې ګوندي مشر ليو چي، د چين کمونست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړې مېرمن ليو يان دونګ او د ګوند د مرکزي کمېټې دفتر مشر لينګ جي هوا په شمول ځينو چارواکي له عمومي منشي هو جين تاو سره يو ځای له بېجينګ پوهنتون څخه په دغه ليدنه کې ملګري وو.

رئيس هو جين تاو د همدې ورځې په سهار نهو بجو لومړی د پوهنتون له تاريخي نندارتون څخه ليدنه وکړه. بېجينګ پوهنتون چې په ١٨٩٨ کال کې جوړ شوی، د چين د نوي کلتور غورځنګ يوه مهمه اډه ګڼل کېږي او د چين کمونست ګوند يو شمېر مهم فعاليتونه په کې تر سره شوي دي. له يوې اوږدې مودې راهيسي بېجينګ پوهنتون ډېر زيات نامتو او وتلي استعداد لرونکي کسان روزلي، د

پرمختللې تکنولوژۍ زيات ډولونه يې څېړلي او د هېواد او ټولنې پرمختګ او د ملي سمسورتيا لپاره يې ډېر مهم خدمتونه تر سره کړي دي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلی کېدو وروسته بېجينګ پوهنتون په نړۍ کې د لومړۍ کچې په يو پوهنتون د بدلېدو لپاره هڅه کوي.

له دې نه وروسته رئيس هو جين تاو له کتابتون څخه ليدنه کتنه وکړه چې يو ډېر معاصر او لوی کتابتون دی. رئيس هو جين تاو په دغه کتابتون کې زده کوونکيو ته وويل چې د پوهنتون دوره ډېره ښکلې او قيمتي ده، نو ځکه تاسې بايد د دغې دورې ارزښت ته په مينه وګورئ او ښه يې وساتئ او زيات کتابونه ولولئ. که تاسې زياته پوهنه راغونډه او تر لاسه کړئ، نو په پرله پسې توګه به پرمختګ وکړي. زده کوونکيو په خوشحالۍ سره وويل چې دوی به هرومرو کوښښ وکړي او د هېواد او وګړيو لپاره به زيات خدمتونه تر سره کړي.