د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو دايمې کميټې په زلزلې ځپلو سيمو کې د ناورين د پراخېدو د مخنيوي لپاره يوه بله غونډه تر سره کړه چې له ناورين ځپلو سيمو سره د مرستې پر کارونو بحث وکړي. د دغې غونډې مشري د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې عمومی منشي هو جين تاو وکړه.
په غونډه کې وويل شول چې په زلزله ځپلو سيمو کې د مرګ ژوبلې شمير ډير زيات دی او د ژغورنې کارونه له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی. بېلا بېلی خواوی بايد د خلکو ژوند ساتنې د عمده دندو په توګه او تر وروستې هيلې پورې ټپيان وژغوري.
دغې غونډې د چين له ټولو خلکو څخه غوښتنه وکړه چې تر خپلی وسی پورې له ناورين ځپلو سيمو سره د مرستو لپاره ګډ کوښښ وکړي.