د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين صدراعظم وين جيا باو د می په څوارلسمه نېټه په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله په ډېرو سختو ځپل شويو سيمو کې د ژغورنې کارونه لارښوونه وکړه او ويې ويل چې اوس سل زره تنه د ژغورنې کارونه تر سره کوي.
صدراعظم وين جيا باو د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د سه چوان ولايت د بې چوان ولسوالۍ په زلزله ځپلې سيمه کې د ژغورنې چارو د حالت څارنه وکړه. په بې چوان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د رامنځته شوي ناورين حالت تر ټولو سخت دی. هغه وويل وخت ژوند دی او بايد تر وسی پوری وګړي وژغورل شوی. په همدې ورځ له غرمې وروسته صدراعظم وين جيا باو د چورلکې له لاری د زلزلې مرکز تر نژدی ون چوان ولسوالۍ ته وخوځېد چې هلته د ناورين حالت څارنه وکړي.
د څوارلسمې نېټې تر غرمې پوري د پوځ څه دپاسه دوولس زره او پنځه سوه قوماندان او سرتيری د ون چوان او بې چوان ولسواليو ته ورسيدل او اوس هلته د ژغورنې په چارو بوخت دی.
د اړوندې څانګې د شمېرنې له مخې د څوارلسمې نيټې له غرمې وروسته تر دوو بجو پوري په زلزلې کې د مړو شويو وګړيو شمېر نژدی پنځلس زره تنو ته رسيدلی دی.