
صدراعظم وين جيا باو په ځانګړې الوتکه کې په زلزلې ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو لارښوونه کوي.
د می په دوولسمه نېټه له غرمې وروسته په دوو بجو او اته ويشتو دقيقو د سه چوان ولايت د ون چوان په ولسوالۍ کې د ريختر په کچه اووه اعشاريه اته درجې زلزله وشوه. د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو د دايمی کمېټې غړي،د دولتی شورا صدراعظم وين جيا باو اوس په زلزلې ځپلو سيمو کې دی او د ژغورنې کارونو لارښوونه کوي.