<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-15 11:35:03    
د پاکستان مشران د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله رامنځته شويو زيانونو ته ډېره پاملرنه کوی

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په دوولسمه نېټه د چين په سه چوان ولايت کې د ريختر په کچه د اووه اعشاريه اته درجې زلزلې له پېښېدو وروسته، د پاکستان د ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلانی په شمول مشرانو چين ته د خواخوږۍ پيغامونه استولي او ويلي يې دي چې د زلزلې له امله يې سخت ټکان خوړلی او له ناورين ځپلو وګړيو سره يې خواخوږی څرګنده کړه. پر دې سربيره، ولسمشر پرويز مشرف د مې په څوارلسمه نېټه له چين سره د خواخوږی ښودلو لپاره په پاکستان کې د چين سفارت ته ورغی شو. صدراعظم رضا ګيلاني په همدې ورځ له ناورين ځپلو چينايانو سره د خواشينی څرګندولو لپاره د چين نړيوالې راډيو خبريالې ته بلنه وکړه چې د پاکستان صدراعظم د سکريتر دفتر ته ولاړه شي.

ښاغلي مشرف د مې د څوارلسمې نېټې له غرمې وروسته په پاکستان کې د چين سفارت ته له رسېدو وروسته لومړۍ د خواخوږۍ په يادښت کې داسی جملې ليکلې چې په ناورين ځپلو سيمو کې د چينايانو حالاتو ته ډېره پاملرنه کوم. پاکستانيان له چينايانو سره خواخوږی او له چينايانو څخه ټينګ ملاتړ کوی. هغه وويل

باور لرم د چين حکومت او وګړي به دغه ناورين ته ماتې ور کړي. د پاکستان حکومت او خلک له تاسو چينايانو څخه ملاتړ کوی. که تاسې هره اړتيا لرئ، موږ به هرو مرو ستاسو سره مرستې وکړو.

د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر په اتمه نېټه د پاکستان په شمال کې يوه سخته زلزله پېښه شوه او په ترڅ کې يې څه دپاسه اويا زره کسان وژل شوي و. د زلزلې له پېښېدو وروسته د چين حکومت سمدلاسه پاکستان ته مرستندويه ډلې او مالونه وليږل. ښاغلي مشرف د دغې پېښې د يادولو په ترڅ کې وويل

موږ به هېڅکله به په هغه وخت کې له موږ سره د چين لخوا شوې مرستې هېرې نه کړو. د خوښۍ وړ خبر دا دی چې چين زموږ مرستندويه مالونه منلی دي. پاکستان به له ناورين ځپلو چينايانو سره د مرستو لپاره تر خپلې وسې پوری کوششونه وکړي.

د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني د همدې ورځې له غرمې وروسته د چين نړيوالې راډيو له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې له چين سره خپله خواخوږی وښوده. هغه وويل د چين او پاکستان تر منځ دوستي د وخت له ازموينو څخه وتلی ده. د پاکستان خلک به له چينايانو سره يو ځای له دغه ناورين سره مقابله وکړي. ده وويل

زه د پاکستان حکومت، د خپل سياسی ګوند او کابينې په استازيتوب په چين کې له دغې زلزلې څخه د رامنځه شويو ځاني او مالي زيانونو په اړه خواشيني څرګندوم. هيله لرم چې له چينايانو سره مرستې وکړو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد صادق په همدې ورځ په اسلام اباد کې له چينی خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې له چينايانو سره خواخوږی وښوده او باور يې څرګند کړ چې چينايان په هرو مرو دغه ناورين ته ماتې ورکړي. هغه په همدی وخت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته د چين حکومت د ژغورنې د ګړنديو تدبيرونو ستاينه وکړه.